پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو عمران خان په خپل کور کې ونیوه

پاکستاني پولیسو عمران خان په خپل کور کې ونیوه

تاند(شنبه، د اسد ۱۴مه) د پاکستان پولیسو، پخوانی صدارعظم عمران خان په لاهور ښار کې په خپل کور کې ونیوه.

عمران خان مخکې تر مخکې اټکل کړی و چې نیول کېږي به.

د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین نن وویل، د اسلام اباد یوې محکمې عمران خان په درې کاله حبس محکوم کړی دی.

د اسلام اباد په عالي محکمه کې د محاکمې په وخت کې عمران خان حاضر نه و او قاضي یې د نیولو حکم صادر کړ.

عمران خان په داسې حال کې ونیول شو چې د پاکستان انتخابات په رانژدې کېدو دي او باور کېده چې د ده ګوند به بیا د پارلمان اکثریت ترلاسه کړي او په نتیجه کې به یې دی بیا صدراعظم شي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې په تې کال په اپرېل میاشت کې له واکه وپرځول شو، په ۱۵۰ قضیو کې تورن ګڼل شوی دی.

عمران خان ویلي، پر ده لګول شوي تورونه سیاسي انګېزه لري.

1 COMMENT

  1. عمران خان په تېر اپرېل کې نه، د تېر کال په اپرېل کې له واکه ليرې کړل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب