یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهوروستۍ نښه | صفیه حلیم

وروستۍ نښه | صفیه حلیم

درز د غږ سره هغه چينایي ګل دان په مځکه دانه دانه شو چې د تېرو دو لسو کالو راهيسې شيناز ډېر په احتياط ساتلى و. ماشومانو يې د ټي وي د کوټې نه رامنډې کړلې. او ماتو شيشو ته ځير شول. تر ټولو کشر پنځه کلن هلک شونډې بوسې کړې او مور ته يې وويل (( دا څنګه مات شو)) دشيناز سترګې له اوښکو ډکې وې. خونه يې غوښتل چې ماشومان يې وويني. مخ يې بلې خواته کړو او وې ويل(( لکه چې شيشه يې زړه شوې وه)) خو د هغې خبره ماشومانو نه وه اورېدلې. هغوى بيا د ټي وي کوټې ته ورغلى وو. دشيناز مشره لور د يولسو کالو وه. او هغې ځان سره سوچ کوو، زمونږ د کور ټول ښکلى شيان همدغسې ماتېږي. لکه چې پيريان يې راچپه کړي، هغې پخپل ذهن کې شيان وشميرل. د شيشې هغه کاسه چې مرغۍ پرې جوړې وې ، سور چينک چې سریې د سپينو زرو په زنځير بندېدو. د اوبو زرغون جګ. هغې دبرندې نه د ځاى پاکولو برش او د پلاسټکو وړه بېلچه را واخيسته. او د مات ګل دان د شيشو په راټولولو لګيا شوه. پخوا به چې ورته مور د کار وويل نو دې به ځان تېراوه او پټه به شوه. خو اوس د هغوى د کور حال پخوا په شان نه و. د هغې پلار د شيناز خاوند خالد درې مياشتې کېدې چې بله ښځه کړې وه او له دوى بېل اوسېدو. خود ماشومانو ليدو ته به راتلو او دوى سره يې په مينه کې کمى نه و راغلى. خو د شيناز مشره لور د خپلې مور په احساس پوهېده. د شپې د ډوډۍ وخت شوى وو. او دا په دسترخوان پسې ګرځېده، له مور يې وپوښتل نو هغې ورته وويل ((د المارۍ نه پاک د کټ څآدر را واخله. دستر خوان به مې د وينځلو لپاره په مشين کې غورځولى وي.

خو شيناز دروغ  ويل. هغه خبره وه چې ماځيګر هغې پخپل لاس دسترخوان شلولى و. او اوس يې ريتاړې د خزلو په ټوکرۍ کې پرتې وې .  په تېرو دريو مياشتو کې هغې ډېر شيان مات کړي او یاغور ځولي وو. هغه شيان چې خالد ورته راوړي وو. خو دهغې د  زړه تاو نه سړېدو . خالد سره يې دولس کاله ژوند کړى و. او هغه د خپل ژوند په لومړي اوږد سفر کې ……. هو……. دولسو ساعتونو کښې زړه په بلې ښځې وبايللو. داسې ښځه چې په طياره کې ورسره آشنا شو. او تر څو چې شيناز خبرېده نو نکاح یې ورسره تړلې وه. دشيناز د مينې کور وران شو. خو د خالد نه يې د خپلې پوښتنې ځواب و نه موندلو. او هغه دا و چې (( په ما کې څه کمى و؟)) نورو ټولو خلکو يو څه موده ورسره د افسوس او د زړه سوى خبرې وکړې. آخر به يې ورته وويل چې صبر وکړه. آن تر دې چې خپلې مور ورته وويل ((شکر وباسه چې د پيسو تکليف نه لرې… کور د ې  خپل دى. په حيا او په عزت ژوند تېر کړه. په بچو دې پام وکړه . خو شيناز لکه دلامده لرګي په سوځېدو وه. يوه ورځ يې د خپل واده جامو ته اور ورته کړ، ګاونډۍ يې خبره شوه نو ډېر نصيحتونه يې ورته وکړل. خو شيناز هېڅ نه اورېدل د خالد دلاس هر شي ته په کتلو به د هغې د وجود وينه راوخوټکېده او يو وحشت به ورباندې سپور شو. او تر هغې به نارامه وه ترڅو چې هغه شى يې مات يا وران کړى نه واى.

خالد چې به د ماشومانو ليدو ته راغلو نو شيناز به ځان ترې ورک کړو. بيا چې  به له کوره وتلو نو په دروازه کې هغې ايسار کړو او د خپلې پوښتنې ځواب به يې غوښتو… ولې… هم دغسې يوه ورځ خالد ورته ودرېدو او په ټيټ غږ کې يې ورته وويل (( په تا کې اوس څه نه دي پاتې ځکه)) هغه شپه شيناز د لویې هېندارې مخې ته په ناستې تېره کړه. ځان ته يې کتل ، خپل وجود ورته کله لکه د يو زوړ موټر په څير ښکارېدو او کله دګنډلود مشين په څېر. اونۍ په تېرېدو شيناز ډاکټر ته ولاړه او هغه ورته د خوب لپاره ګولۍ و ليکلې. پدې ماښام هغې  د ډېرو ورځو وروسته ډوډۍ پخه ګړه. ماشومان خوشاله وو چې مور يې د پخوا په شان پخلنځي کې کار کولو. ټول ډوډۍ ته کيناستل. او وړوکي هلک چې په دسترخوان خونده ورشيان وليدل نو لاسونه يې وپړکول. د  مور دلاس مۍ او وريژې  ، دچرګ د غوښې کباب او فیرني  ټولو په مړه ګېډه ډوډۍ وخوړه. او د ټي وي کوټى ته ولاړل. نن د هغه هندي ډرامې وروستۍ برخه وه چې دوى ټولو په شوق ليده. شيناز لوښي راټول کړل او ورو- ورو یې یوه زړه سندره د ځانه سره زمزمه کوله ، کله کله به يې د ټي وي د  کوټې له دروازې ماشومانو ته وکتل چې په خپلو خپلو ځايونو نيم ناست او نيم ملاست وو. د ټي وي غږ دومره لوړ و چې هغې په پخلنځي کې اورېدی شو د  محلت په ټولو کورونو کې خلکو هم دغه ډرامه ليده. خالد له ډېره وخته د  ټيليفون هڅه وکړه. بلې خواته زنګ تېرېدو خو چا نه وچتوه . نور کله به يې ماشومانو د پلار سره خبرو لپاره يو بل نه ټيليفون اخيستو. نن څه خبره وه؟ هغه ګړۍ ته وکتل. مېرمنې ورته وويل چې ټول خلک دا وختي ډرامه ګوري.

ډرامه ختمه شوه خو د شيناز په کور کې لکه چې هيچا د ټيليفون غږ نه اورېدو. دخالد تلوسه چې ډېره شوه نو موټر يې راويستو او د  شيناز کورته روان شو.

دشپې ناوخته خالد د ګاونډيانو په مرسته د کوڅې نه دخپل کور په ديوال دننه ورودانګل او د ټي وي کوټى ته چې ورسېدو نو له خولې يې يوه داسې کړيکه راووتله چې د محلت ټولو خلکو واورېده. شيناز د خالد د مينې وروستۍ نښې هم ورانې کړې وې. د ښار په ټولو ورځپاڼو کې په لويو تورو ټکو داسې ليکلى وو.
(( مور خپل څلور ماشومان حلال کړل))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب