دوشنبه, مې 13, 2024
Homeروغتیاغاښ او د زړه له روغتیا سره یې ارتباط

غاښ او د زړه له روغتیا سره یې ارتباط

ډاکتره فریده هوډ||

د غاښونو اوخولې د ناروغيو داکتران وايي چې د غاښ پاک ساتل د انسان د زړه له روغتيا سره مسيقيمه اړيکه لري. دوی وايي د خولې پاک ساتل د انسان په روغتيا ډيره ښه اغيزه کوي. ځيني خلک د غاښونو سلامتيا ته سمه پاملرنه نه کوي.

د غاښونو ډآکتران وايي له هر خوراک څخه وورسته او د شپې دمخه تر بيدېدو د غاښونو مينځل ډير ضروري دي.

د ستوماتولوژي يا خولې او غاښونو متخصص ډاکتر بهرام سادات وايي چې يو شيمر خلک په خپلو غاښونو بې رحمي کوي، يعني دا چې ډير سخت شيان لکه بادام او چارمغز په غاښونو ماتوي.

ډاکتر سادات زياته کړه چې د غاښ برسېرن يا دباندې پوښ چې د غاښ دمينا په نامه ياديږي غاښ له خرابيدو ساتي خو دا سخت پوښ د بې احتياطۍ له امله لکه همدا د زړو په ماتولو زيانمنه کيږي .کله چې انسان خواړه وخوري په تيره خواږه شيان نو د يولړ کيماوي بدلونو له امله په خوله کې تيزابي مواد جوړيږي چې په اساني کولي شي د غاښ همدا سخت پوښ سوري کړي او ورو ورو په غاښ کې سوري پيدا شي، په دي وخت کې  خلک وايي چې غاښ چينجې وهلي دي. خو په غاښ کې سوري د کوم چينجې له امله نه بلکه د ناپاکۍ له کبله  پيدا کيږي . ډير خلک کله چې ډوډوۍ وخوري نو لومړنی کار چې کوي لاسونه او لوښي مينځې خو دې ته یې پام نه وي چې خوله يي ناپاکه پاتي ده.

ډاکتر سادات وويل ميندو او پلرونو ته پکار دي چې ماشومان د غاښونو برسولو ته وهڅوي څو دايي عادت شي او له روغتيا برخه من وي. هغه مهال چې د ماشوم دشيدو غاښونه وځې نو ډير ځله ماشومان ناروغه شي. ميندي  فکر کوي چې د غاښونو د وتلو او د نس ناستي ترمنځ کومه اړيکه شته.

خو ډاکترسادات وايي چې نه داسي نه ده، کله چې د ماشوم غاښونه کيږي نو ورۍ يي يو ډول پړسو ب او خارښت پيداکوي نو که ماشوم پاک ونه ساتل شي دا امکان شته چې مکروبونه يي نس ته لاړ شي او هغه په نس ناستي اخته کړي .

داکترسادات وويل که څه هم چې د شيدوغاښونه وروسته له څه وخته خيژي خو دا په دي معني نه ده چې برس دي نه شي او پاک دي ونه ستاتل شي .دغاښونو پاک ساتل ډير ضروري دي.

داکترسادات زياته کړه که څوک غواړي چې ښه غاښونه ولري اوروغ وي نوهره ورځ دي له خوراک وورسته او دشپي تر ويديدو دمخه خپل غاښونه ښه برس کړي.

ماشومان دي ته وهڅوي چې خپل غاښونه برس کړي. هغه ماشومان چې نوي غاښونه باسي لاسونه يي ډيرپاک ساتي په دي توګه به ماشوم په نس ناستي نه اخته کيږي اوپه اسانه به غاښوونه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب