Homeروغتیاپه وینه کې د قند زیاتوالی یعني دیابت

په وینه کې د قند زیاتوالی یعني دیابت

تاند – په بدن کې دوینې د قندزیاتوالی د دیابت ناروغي بلل کیږي . دغه ناروغي بیلابیل ډولونه لري، خو په کلي توګه په درې ډوله ویشل کیږي.

الف: دلومړي ډول دیابت ب: د دوهم ډول دیابت ج: دامیندوارۍ دیابت .

دویلو وړ ده چې له ۸۵ تر 90 فیصده ناروغان په دوهم ډول دیابت اخته دي، او کابو لس ترپنځلسو فیصدو نارغان بیا د لومړۍ ډول له شکر څخه کړیږي.

په دوهمه نوعه اخته زیاتره ناروغان د زیات عمره او چاغ کسان دي خو د لومړۍ نوعې ناروغان بیا زیاتره ماشومان او ځوانان دي چې د هغوی د کمزورۍ او ډنګریدو سبب کیږي.

د امیندوارۍ دقندیاشکرپراخوالی یاخادتوب بیا د ټولو اومیندواریو کابو څلور فیصده جوړوي .د لومړۍ نوعې دیابت د پیدا کیدلو سبب د انسولین په نوم د یوهورمون نه ترشح او یا هم کمه ترشح ده.

په معمولي ډول په دوهم ډول ډیابت کې د انسولین ترشح طبیعي ده یاحتی زیاته شوې هم وي خو د بدن سولولونو د انسولین په وړاندې خپل حساسیت له لاسه ورکړی وي چې دغه وضعیت له انسولین سره مقاومت بلل کیږي .

نښې:

د لومړۍ نوعې د ډیابت نښې معمولاً سختې او ناځاپي دي، دغه نښې عبارت دي له: ډیرتږي کیدل او د ډیرو اوبو څښل ، ډیر وږي کیدل ، ډیرادرار، ډیره ستړیا ، د بدن د وزن کمیدل او دلید کمزوري کیدل.

دوهمه نوعه بیا ډیره نښې نلري او نښانې یې غیراختصاصي دي چې ځینې یې دادي : د ستړیا احساس د پښو او لاسونو د ګوتو سوزش، بې حوصلګي ، وږي کیدل ، تږي کیدل د وزن کمیدا اود شپې لخوا ادرار ، په نظر کې د ستونزو راپیدا کیدل ، مکررعفونتونه او د ټپونو په جوړیدا کې ځنډ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...