دوشنبه, مې 20, 2024
Homeروغتیاد نري رنځ نوي واکسین تجربه شول

د نري رنځ نوي واکسین تجربه شول

تاند ـ په افریقا کې د نري رنځ نویو واکسینو مثبته نتیجه ورکړې ده. په بریتانیا کې د اکسفورد پوهنتون ډاکټره هیلن ماکشاین څرګندوي چې اتیا کاله وروسته ددې واکسین کشف د نړۍ په روغتیایي ډګر کې یو زیری دی.

د بریتانیا په اکسفورد کې دغه کشف شوي واکسین تر اوسنیو واکسینو چې (بې سي جي ) نومیږي ډیر موثره دي. دغه واکسین په ګامبیا او د جنوبي افریقا په واستریڼ کاتیب سیمې کې تجربه شوي دي په دغو دوو ځایونو کې د رپوټونو له مخې په هرو سلو کوچنیانو کې یو په نري رنځ( سل) اخته دی. اوس دسل د نوي واکسین له کشفه وروسته دا هیلې پیدا شوي دي چې انسانان به پر سل برلاسي شي هغه ناروغي چې په نړۍ کې هرکال تر یوملیون ډیر انسانان وژني . افغانستان هم د نړۍ له هغو هیوادو شمیرل کیږي چې د سل ناروغي پکې خپره ده ددغې ناروغۍ نوي واکسین چې ویل کیږي ارزانه او پریمانه دي که چیرته افغانستان ته انتقال شي ښایي دډیرو ژوند وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب