دوشنبه, مې 20, 2024
Homeروغتیاد سزاریان په هکله پنځلس پوښتنو ته ځوابونه

د سزاریان په هکله پنځلس پوښتنو ته ځوابونه

۱- سیزارین څه شی دی؟
سیزارین د خیټې او رحم څیرلو سره له رحمه د ماشو م د رایستلو په مانا دی.

۲-  هغه کوم موارد دي چې ډاکټران دې عمليې ته اړباسي؟

که د مېندو له خوښې ورتېر شو، معمولاً ډاکټران د لاندې څلورو عواملو له امله سیزارین کوي:

۱ : کله چې د ماشوم د زیږیدو په مخ کې خنډونه پیدا شي یا د زیږیدو شرایط بحراني شي.

۲ : هغه وخت چې مور مخکې هم په سیزارین سره ماشوم زیږولی وي

۳ : کله چې جنین د مور په نس کې نامناسب حالت ولري او په طبیعي توګه د ماشوم د زېږېدو احتمال موجود نه وي. هماغه ډول چې پوهېږئ ماشوم معمولاً په سر له رحمه راوځي خو که په رحم کې ماشوم په داسې وضعیت   کې وي چې، د بېلګې په ډول، په پښو له رحمه راوځي  په دغه  وخت کې هم باید سیزارین وشي.

۴ : هغه وخت چې ماشوم دساه اخیستلو له ستونزو سره مخامخ شي  باید په بیړه په سیزارین سره ماشوم له  رحمه راوایستل شي.

۳- معولاً په کومو امیندواره مېرمنو کې سیزارین ته ډیره اړتیا وي؟

هغه میندې چې دلومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي او مخکې ېې حمل نه وي تجربه کړی په هغو کې سیزارین ډیر عام وي البته دغه اندازه دعمر له زیاتیدو سره هم ارتباط لري، څومره چې عمر زیاتېږي په مېرمنوکې سیزارین ته اړتیا هم زیاتېږي.

۴- که کوم بېړه ييزه يا عاجله خبره او مسله نه وي دسیزارین لپا ره کوم وخت مناسب وخت دی ؟
له عاجلو پېښو که ورتېرشو په میندو کې د سیزارین لپاره مناسب وخت هغه وخت دی چې دکلینکي او لابراتواري معایناتو له پلوه ثابته شوې وي چې ماشوم د مور په نس کې خپل وخت پوره کړی وي پدې مانا چې د مور له ورستني میاشتني عادته ۳۹ اونۍ تیرې شوې وي .

۵- آیا دسیزارین لپاره هم دنوروجراحي عملیاتو په شان ضرووري ده چې ناروغ یا مور له عملیاتو څو ساعته مخکې څه ونه خوري يا په طبي ژبه (NPO) وي؟

هو ، په سیزارین کې هم اړینه ده چې ناروغ ترعملیاتو لږ ترلږه اته ساعته مخکې پورې څه نه وي خوړلي تر څو معده تشه وي  اود عملیات په وخت له معدې څخه خوارکي توکي دمرۍ له لارې   تنفسي لارې ته داخل نه شي.

۶- دسیزارین په وخت میندې څومره وینه ضایع کوي؟

په معمولي توګه مور دسیزارین په وخت کابو یو لیټر وینه له لاسه وکوي البته ځینې میندې ممکنه ده تر یونیم لیټر ه پورې وینه هم ضایع کړي له همدې امله ده چې ناروغې ته عملیات په وخت یا له هغه سمدستي وروستهرمعمولاً دوه لیټره رینګرزلکټېټ ، یا ګلوکوز سیروم ورکول کیږي.

۷- میندې له سیزارین وروسته معمولاً ترڅو ساعتونو پورې نهارې ساتل کېږي او څه نه شي خوړلاي؟
معمولاً باید ناروغه له سیزارین ورسته  ۲۴ ساعته څه ونه خوري ترڅو  دaspirations مخه ونیول شي پدې مانا چې دمعدې موادتنفسي لارې ته ورنه شي او  له عملیات وروسته نورې ستونزې هم پېښې نه شي .

۸- کوم وخت ناروغه مور چې سیزارین ېې کړی وي باید له ریکوري کوټې يا Recovery Room څخه راوویستل شي؟

له ریکوري کوټې دراوېستلو لومړنی شرط دا دی چې باید مور بېخي راویښه شوې وي او دویم شرط یې دا دی چې خونریزي یې بنده شوې وي او پر دې سربیره باید دوینې فشار یې تقریباً نورمال حالت ته رسېدلاي وي او ادرار یې هم نورمال جریان پیدا کړی وي یعنې لږ تر لږه باید په ساعت کې ۳۰ سی سی وي .

۹- له سیزارین وروسته آیا مور ته خاص درمل ورکول کیږي؟

هو ، تر هغه وخته چې ناروغ په روغتون کې وي (معمولاً تر اوو ورځو پورې) ورته انتي بایوټیک  ورکول کېږي .
۱۰- له سیزارین څخه وروسته کله له ناروغې مور څخه ادراري سونډ  لیرې کږي؟

په طبیعي شرایطو کې دفولې سونډباید له عملیات ۱۲ساعته وروسته یا دعملیات په سهار لرې شي.

۱۱- څه وخت ناروغه مور له بسترې کوزېداي او ګرځېداي شي ؟

باید ناروغ ډېر ژر ګرځیدل پیل کړي ډیر ځله له عملیات نه یوه ورځ وروسته  باید لږتر لږه ناروغ دوه ځله له کټ  څخه راکوزه شي او دبل چا په مرسته وګرځي، دوه ورځې وروسته ناروغ د یو چا په مرسته ګرځېداي شي څومره چې ناروغ ژر  وګرځي دناروغې لپار ه ښه وي تر څو په رګونو کې د وینې پړند کېدو احتمال  کم شي .

۱۲-  آیا له عملیات وروسته ناروغ کولای شي  معمولي خوراک وکړي؟

نه، په ډېرۍ ناروغانوکې له عمليات ورسته اوبلن خوراک پيلېږي او له عملیاته معمولاً دوه ورځې وروسته عادي خوراکي رژیم پیلېدای شي. البته دا خبره د عملیات په ډول پورې اړه مومي. که عملیات په سختی شوی وي او په اصطلاح ترضیضي وي، حتی اوبلن خوارک هم وروسته پیلېږي.

۱۳- ناروغه مور چې سیزارین ېې کړی وي کله حمام کولاي شي؟

له دریمې ورځې وروسته که پرزخم اوبه تویي شي پراو نه کوي خو تر هغه مخکې باید هره ورځ دزخم بخۍ کنټرول او پانسمان شي  معمولاً له عملیات وروسته په څلورمه ورځ بخۍ (کوکونه) راویستل کیږي.

۱۴- دسیزارین احتمالي اړخيزې اغېزې جانبي عوارض) کوم دي؟

دبیهوشۍ په وخت ځینې عوارض پېښېدای شي: تنفسي لاری او سږو ته دمعدې دمحتویاتو اوښتل چې په پايله کې يې ښايي دسږو ستونزه رامنځته شي . دزخم عفونت يا مکروبي کېدل،شدیده خونرېزي ، دوینې پړندېدل (لخته کیدل)، د ادرار د لارو (د مثانې او پښتورګو په ګډون) عفونت او ستونزې، دماشوم ماغزواونخاع ژوبلېدل، او یا دماشوم دلاس پښو او کوپړۍ د ماتېدو احتمال د سیزارین اړخيزې اغېزې دي.

۱۵- معمولاً له سیزارین څوورځې وروسته  ناروغ له روغتونه رخصتېږی؟
که دماشوم له زېږیدو وروسته  کومې اړخيزې اغېزې منځته نه وي راغلې، له عملیات څخه درې یا څلور ورځې وروسته ناروغ له روغتون څخه رخصتېدای شي او غوره ده چې له رخصتېدو درې اونۍ وروسته ډاکټر خپل ناروغ يو ځل بيا وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب