یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزد چین سیاسي مفکر، کونګ فوتسه

د چین سیاسي مفکر، کونګ فوتسه

ژباړه: مسعود عمر ||

کونګ فوتسه یا “کنفوسیوس” ته د سیاسي فلسفې پوهان، د نړۍ لومړنی سیاسي فیلسوف وايي، د دې لپاره، چې نوموړی له سقراط او افلاطون څخه مخکې ژوند کړی دی.  دغه ستر چیني فیلسوف په لرغونې ((لو)) کې وزېږېد او په علم او پوهې کې یې ډېر شهرت ترلاسه کړ. ده، په لومړي سر کې د لو دولت د لومړي وزیرۍ تر رتبې ورسېد او کله، چې د یاد هېواد ولسمشر عیاشۍ ته مخه کړه، ۳۹۵ کاله مخکې له میلاد څخه ِیي له خپلې دندې استعفا ورکړه او تقریباً ۱۳ کاله یې د ګوښه توب ژوند غوره کړ. ده له یو هېواده بل هېواد ته سفرونه وکړل او د خلکو پر ښوونې بوخت و.

کونګ فوتسه مذهبي ښوونکی نه و او د ده ښوونې هم اخلاقي بڼه درلوده او تر ډېره بریده کورنۍ ژوند، ټولنیز سمون او حکومت کولو فن پورې اړونده وې.  د ده نصحیتونه، چې تر نن ورځې پورې د خلکو د ورځني ژوند لارښود شمېرل کېږي، علمي ارزښت لري او د ګټې ترلاسه کېدنې فلسفې په څېر دی.

کونګ فوتسه قانون، که څه هم نن ورځ د یو سیاسي نظم لپاره لارښود نشي ګنل کېدای؛ اما د ژوند فلسفې او اخلاقي او ټولنیز احکامو په توګه تر اوسني ورځې پورې، پر خپل حال پاتې دی او په چین کې ډېره اغېزه لري.  شاید وکړای شو، چین لومړنی هېواد وګڼو، چې په هغه کې په نسبي توګه روښانه فلسفه، چې وکړای شو هغه سیاسي فلسفه ونومو، ددغې پياوړي حکیم لخوا رامنځته شوه، هغه ډول، چې په لوېدیځه سیمه کې یونان باید لومړنی هېواد وشمېرل شي، چې سیاسي فلسفې تاریخ پکې رامنځته شوی دی.

کونګ فوتسه د  “عدم تشدد”، “نه لاسوهنې” قانون او “دنیوي چارو څخه د تیښتې”  فلسفه یې له ټولو منشعب شویو انارشېزمي فلسفې سره مردوده وګڼله او بالعکس د مسایلو له مستقیم درک، د هغه استنباط او لېږد سره پر بشري هدایت ګروهه لري او مرام یې هم پر حکومت باندې نه اعتماد دی او دغه توکي دي، چې د ځینو فیلسوفانو، لکه برتراند راسل تر پاملرنې او تایید لاندې راغلی دی، چې چین هېواد يې لېدلی دی او د هغې د فلسفې په هکله یې څېړنې ترسره کړي دي.

 په حکومت کې فساد او سیاست تر هرې بلې موضوع د کونګ فوتسه تر پاملرنې لاندې وه او د هغه فکر یې بوخت کړی و او زده کوونکو او ملاتړو لپاره یې دا موضوع ښووله.

کونګ فوتسه پر سولې او سولې خوښوونې باندې اعتقاد درلود، په داسې ډول، چې یو امیر ته داسې وايي: “د حکومت چارو ترسره کېدو لپاره څه اړتیا لرې، چې څوک ووژنې؟ پرېږده، چې کړنې دې د نیکۍ تابع او کار دې ښه بېلګه وي او له دې لارې څخه به مجازتو او جزا ورکولو ته اړتیا پېښه نشي.” دی وایي، د ښځو او سړیانو ترمنځ د اخلاقو قانون جدي نیسئ، ددې لپاره، سختوالي په اوج کې پر ځمکې او آسمان اعظم حاکم دی…اخلاقي حس، د انسان ځانګړی فضلیت دی…عدالت حس د هغه څه پېژندل دي، چې حق او وړ وي…هر هغه مهال، چې خلک د اخلاقو قانون په نامه کوم عمل ترسره کړي، چې د خلکو د ژوند له واقعیاتو څخه لرې وي، هغه باید د اخلاقو قانون ونه شمېرل شي.

دی، دومره پاڅون باندې معتقد نه و په داسې ډول، چې یې له خبرو څخه استنباط کېږي، شاید ددې لپاره وي، چې فکر یې کاوه، چې د پاڅون وراث هم د انقلاب مورثینو، له هغې ډلې او له هغې غوښې او وینې څخه دي؛ اما د پاڅون جدي مخالف هم نه بریښي، داسې چې له پلار او مور څخه د زوی اطاعت مسلې په هکله، سره له دې، چې هغه بیاځلې تر ټینګار لاندې نیسي؛ اما زیاته وي، چې “…اما که چېرې زوی وګوري، چې د پلار فرمان خطا دی، باید مقاومت وکړي او لکه یو وزیر د خپل ستر سرلارې فرمان پر وړاندې باید مقاومت وکړي.”

د کونګ فوتسه په ګروهه، خلک د حاکمه سیاسي ځواک ریښتنی او وړ سرچینه دي، ددې لپاره هر حکومت، چې د خلکو ویسا له لاسه ورکړي، نږدې یا لرې ساقط کېږي.  که چېرې خلک پر خپلو چارواکو اعتماد ونه لري دولت او هېواد به بنسټ ونه لري او پر خپل ځای به پاتې نشي.

دی معتقد دی، چې د حکومت لومړنی اصل هماغه د اخلاقو لومړنی اصل؛ یانې صمیمیت دی.  د حکومت مهم توکي هغه دي، چې خپله ښه بېلګه وي.  چارواکي باید په خپل چلند، سلوک کې ښه بېلګه او ښه سرلاري وشمېرل شي؛ څو خلک وکړای شي د تقلید حس له لارې د هغوی چلند ځان ته سرمشق وګرځوي.  د جګپوړیو او ټیټ پوړیو ترمنځ اړیکه باید لکه، د باد او وښو ترمنځ اړیکه وي.  هغه مهال، چې باد له یوې خوا څخه چلېږي باید واښه هم هغه خواته سر ټیټ کړي.  هغه کس، چې خپل حکومت د تقوا اصل په واسطه رهبري کوي، کولای شي له هغه قطبي ستوري سره یې تشبه کړو، چې پر خپل ځای ثابته پاتې ده او نورې ستورې یې چار چاپېره په حرکت کې دي.  چارواکی باید دروند او په وقار سره پر خلکو ریاست وکړي؛ څو خلک ورته درناوی ولري.  داسې، چې له خلکو سره لکه یو پلار او زوی چلند وکړي او له هغوی سره مهربانه ووسي، خلک به هم هغه ته وفا داره پاتې شي.

چارواکی باید نیکۍ لپاره مخکې وي او غیرې صالح کسانو ته ښوونه ورکړي او هغوی به هم په ډېرې لېوالتیا سره هڅه وکړي، تقوا درلودونکي شي.

د حکومت ادارې فن منوط دی، دې ته، چې وړ کسان ترلاسه کړې او ددې ډول کسانو ترلاسه کېدل، د چارواکي ښه اخلاقو پورې اړه لري.

دی وايي، د سم دولت لپاره ترتیب او د تمدن لوړې پوړۍ ته د هېواد او د خلکو د مشرتابه منزه کولو لپاره، یو ښه وزیر باید تر ډېره بریده له بهرنيو اړیکو څخه ځان وساتي او هڅه وکړي، هېواد او دولت، اړو شیانو ته د اړتیا له مخې له بهرنیانو څخه بې نیازه کړي، چې هېڅکله اړتیا پېښه نشي، چې د یادو توکو د ترلاسه کولو لپاره جګړې ترسره کېدو ته اړتیا پېښه شي.  دویم دا چې، په دربار کې له تجملاتو څخه باید ډډه وشي او درېیم دا چې، هڅه وکړي، چې پانګه په ډېره او په ښه توګه د خلکو تر منځ ووېشي، ددې لپاره، چې پر پانګې اوتوکو تمرکز کول، د خلکو د تفرقې او شنلو لاره ده او پر خلکو د توکو وېشل، د خلکو د یوالې او د هغوی د راټولو لاره ده.

کونګ فوتسه په دې ګروهه دی، چې باید موسیقي ټولو کسانو ته زده کړل شي او وايي، ددې لپاره، چې یو کس په پشپړه توګه په موسیقي کې استاد شي او خپل زړه وروزي او خپل فکر د نظم او ترتیب تابع کړي، د هغه صمیمي زړه او  طبیعي، سم او نجیب روح به یې په آسانۍ سره تکامل وکړي او له تکامل سره به هغه ته خوښۍ هم ور په برخه شي.  د آداب او عادات پیاوړي کولو تر ټولو ښه لاره، موزیکي ترکیب دی، چې هېواد کې په کار وړل کېږي… له آداب او موسیقۍ څخه باید یو شېبه هم خلک غفلت ونه کړې….ښه نیت او نیک غوښتنه له موسیقيۍ سره قرابت لري او ریښتینوالی او سموالی له نیکو آدابو سره.

کله چې بشر درک کړي، چې څرنګه خپل شخصي اخلاق او چلند د نظم او ترتیب تابع کړي، هغه وخت به پوه شي، چې څرنګه پر خلکو حکومت وکړي او هغه وخت، چې پوه شي، چې څرنګه پرخلکو حکومت وکړي، پوه به شي، چې څرنګه پر ملتونو او امپراطوریو واک وچلوي.

هر چا ته پر ملتونو او امپراطوریو د واک چلول بلنه ورکړل شي، باید خپل لید لوری لاندو نهو موخو ته متوجې کړي:

د خپل چلند روزنه او څارنه، ارزښتناکو کسانو ته درناوی، قومونو سره مینه او د هغوی پر وړاندې دنده ترسره کول، دولت جګپوړیو وزیرانو ته درناوی، د ټولو عامو افسرانو (افسران او دولتي کار کوونکي) د  سعادت، خیر او ورته د علایقو له لارې خپل ځان پېژندنه (یانې له هغوی سره خپل علایق یو ډول ګڼل، خپل ځان دعامو خلکو د پلار په توګه ګڼل او ښکاره کول، د ټولو صنایعو او ګټورو هنرونو تشویق، د لرې پرتو هېوادونو له غریبانو سره خواخوږي او د امپراطورۍ چاراکو ته د خیر او سعادت علاقې ښکاره کول.  ددې لپاره هغه مهال چې چارواکي خپل ځان او چلند روزنې ته پاملرنه وکړي، د اخلاقو قانون ته درناوي شوی دی.

کله، چې چارواکي ارزښتناکو خلکو ته درناوی وکړي، هغه به د توطیه کوونکو د چل او اغفال سره مخ نشي. که چېرې چارواکي خپلو قومونو سره مینه وکړي، د هغه د کورنۍ غړیو په منځ کې به بې محبتي نه وي.

څرنګه چې، د خپل دولت وزیرانو ته درناوی وکړي، له تېروتنې او خطا سره به مخ نشي.  کله چې، چارواکی خپل ځان د ټولې ټولنې او دولت افسرانو علایقو ته پاملرنه وښيي، د هېواد د نجیبانو ترمنځ به د وفادارۍ یو پیاوړی روح رامنځته شي.  کله چې، چارواکی خپل ځان د ټولو عامو خلکو پلار وګڼي، خلک به هم د دولت په خیر ګام پورته کړي، څرنګه، چې چارواکی ګټور هنرونه تشویق کړي، په هېواد کې به په کافي کچه پانګه او مالیات رامنځته شي او څرنګه چې، چارواکی د امپراطورۍ د چارواکو خیر او سعادت ته علاقه وښيي، په ټولې نړۍ کې به د خپل اقتدار لپاره درناوی رامنځته کړي.

کونګ فوتسه وايي، په ټولو مسایلو کې بریالتوب، له مخکې چمتوالي پورې اړه لري، او له مخکې چمتوالي څخه پرته به تل ماته رامنځته شي. کله چې هغه شی، چې باید له مخکې وویل شي، مخکې باید ورباندې پرېکړه ونیسو، د ویلو په وخت کې به له ستونزو سره مخ نشو.  کله چې کړنلاره او چلندونه له مخکې څخه ټاکل شوې وي، نور به نو دې رنځ برخې رامنځته نشي. کله چې د بشپړو اصولو په هکله پرېکړه نیول شوې وي، نور به نو د عمل ترسره کېدو کې ستونزه رامنځته نشي. کونګ فوتسه آدابو، دودونو او تشریفاتو درناوي ته ډېر اهمیت ورکړی او له سیاسي اړخه دا د شیطاني افراط پر وړاندې خلکو ته یو دېوال ګڼي وايي، هر څوک، چې دا د زاړه او پخواني او بې ګټې دود په توګه وګڼي او دغه بند خراب کړي، په یقین سره به دغه بند به د فساد ډوله نېز (سیلاب) له امله ویجاړ شي.

سره له دې، چې د فونګ فوتسه د فلسفې ډېره برخه دنیوي او عملي روح ښکاره کوي او داسې اټکل کېږي، چې د هغه ښکاره کول نړۍوالو پېښو او بشري ژوند پورې را څرخي او په هغه فلسفه کې د خیال پرستۍ اړخونه شتون لري او کونګ فوتسه هم لکه افلاطون او لکه نورو فیلسوفانو په څېر په خپل ذهن کې خیالي جنت روزي او خپل ځان لپاره خیالي هېواد لري، هغه ډول چې نړۍ والې سولې خوب، عالم یوالی او  یوو نیک او هوسا ټولیز نړۍ یې لېدلې ده او هغه په دې ډول ستایي.

دی ستر آر، چې هغه ستر سیوری ګڼي، بریا ترلاسه کړي، توله نړۍ به پر یو جمهوري بدل شي، او رجال او با اسعتداده خلک هم لیاقت او تقوا غوره کړي، دې صمیمیت په هکله خبرې کوي او نړۍ واله سوله روزي.  له دې لارې سره به، خلک یوازې خپل ریښتني والدین خپل والدین نه ګڼي او یوازې خپلو ریښتنو اولادونو ته د خپلو زامنو په توګه نه ګوري.  ژوند او د زړو اعاشه تر مرګه تامینه وي او منځني عمرونو کسانو ته کار ورکوي، او د ځوانانو د روزنې توکي رامنځته کوي.  له کوڼدو او بې ښځو سړیانو، یتیمانو، بې زامنو سړیانو، ناروغانو او هغه کسان، چې د ناروغۍ له امله له کاره ولېدلي دي، په بشپړه توګه پاملرنه کوي.  هر څوک به د خپلو حقونو مالک وي، د هرې ښځې فردیت او شخصیت محفوظ پاتې کېږي. خلک پانګونه کوي؛ اما نه یوازې د خپل ځان لپاره. په دې ترتیب به ځان غوښتونکي او دسیسه جوړونکي پر خپل ځای کښېني او د پرمختګ لاره نشي موندلی. غله، غلا کوونکي او بلا غواړي او ماجراجو خاینین به نه وي او په دې ترتیب به بهرنۍ لاره خلاصه شي او دا دی هغه دولت او هېواد، چې ټول یې ستر ګڼي.

د چین په ادبیاتو او فلسفي لیکنو کې څلور ستر مشهور کلاسیک کتابونه شتون لري، چې دوه کتابونه یې د کونګ فوتسه ښوونو پورې اړونده دي او دهغه د زده کوونکو لخوا لیکل شوي دي او پاتې ټوکونه د کونګ فوتسه د هغو ملاتړو زده کوونکو د فکرونو او ښوونو آثار دي.

کونګ فوتسه یا کنفوسیوس له میلاد څخه مخکې ۴۷۹ کال پسرلي کې د ۷۳ کلنۍ په عمر په داسې حال کې، چې د خپلو زده کوونکو او ((لو)) هېواد د امیر تر درناوي لاندې چاپېره و او د هغه د کورنۍ یو کس هم شتون نه درلود، له دې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب