Homeخبرونهاشرف غني د عمرې په حال کې لیدل شوی

اشرف غني د عمرې په حال کې لیدل شوی

تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې د عمرې پر مهال لیدل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي یوه تازه ویډیو خپره شوې، چې دی په مکه معظمه کې د عمرې د مراسمو پر مهال ښيي.

د دې ترڅنګ په سعودي عربستان کې د نوموړي د ځینو لیدنو -کتنو عکسونه هم خپاره شوي دي.

خپله ښاغلي غني او نږدې سرچینو یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی غنی د ۲۰۲۲ د اګسټ په ۱۵ مه، د جمهوري نظام د پرځیدو په ورځ متحده عربي اماراتو ته لاړ.

د عمرې لپاره سعودي عربستان ته د هغه دا سفر، له اماراتو څخه د نوموړي لومړنی بهرنی سفر ګڼل شوی.

معلومه نه ده، چې دا سفر یوازې زیارتي بڼه لري، که سیاسي اړخ یې هم شته.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...