تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوحې غونډې له پای ته رسېدو وروسته، په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم نه ګډون ته غبرګون ښودلی.
د یاد شوي وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون حیران کړی نه دی.
د هغه په باور، د نه حیرانۍ دلیل یې دا دی چې طالبان متفاوت هدفونه تعقیبوي.
سرچینې نه دي روښانه کړي، چې د امریکا له نظره د طالبانو دا متفاوت هدفونه کوم دي؟
له دې سره خوا کې مېلر وویل، امریکا هم پر څو اهدافو کار کوي او تر ټولو لومړی هغه یې داسې ډاډ ترلاسه کول دي چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په داسې ځاله بدل نه شي چې نور هېوادونه متاثره کړي.
د دوحې غونډه چې د یکشنبې او دوشبنې په ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په قطر کې ترسره شوه، طالبانو پکې د افغانستان د یوازینیو استازو په توګه د دوی پر ګډون ټینګار کړی و.
د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاند مېلر بیا وایي، طالبان یوازني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري.
هغه ټینګار وکړ چې هېواد یې د ټولو افغانانو، له هغې ډلې نجونو او ښځو داسې ملاتړ کوي چې د افغانستان د راتلونکې په ټاکلو کې ونډه ولري.
تازه، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د جاپان سفیر سره د لیدنې پر مهال وویل، چې دوی د ملګرو ملتونو په نورو ناستو کې ګډون ته چمتو دي، خو په خبره یې د دوی شرایط باید ومنل شي.