Homeخبرونهد تښتونکو له منګولو د بلخ د یوه سوداګر ژغورل کېدل

د تښتونکو له منګولو د بلخ د یوه سوداګر ژغورل کېدل

تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) د بلخ ولایت لپاره د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي  ویاند حاجي  وویل چې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د ښار په ۶ مه امنیتي حوزه کې د فواد اکبرزاده په نوم یو ملي سوداګر د ۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

په ورته وخت کې د بلخ امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالرزاق راشد وايي، انسان تښتوونکو دغه ملي سوداګر له کور څخه یې تښتولی و چې د لارې په اوږدو کې یې د دوی موټر د امنیتي ځواکونو د ګزمې له موټر سره ټکر وکړ او له وېرې یې دغه سوداګر پرې ایښی او د امنیتي ځواکونو له لوري روغ رمټ کورنۍ ته یې وسپارل شو.

 په وروستیو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د انسان تښتونې د پېښو د زیاتیدو خبرونه ورکول کیږي، خو طالب چارواکي وایي چې تښتول شوي یې ژغورلي او په تور یې شمېر کسان نیولي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...