شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهروسیه: د طالبانو له ګډون پرته غونډې ماتې سره مخ کیږي

روسیه: د طالبانو له ګډون پرته غونډې ماتې سره مخ کیږي

تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه ناکامه وګڼله او دلیل یې په دې غونده کې د طالبانو نه ګډون یاد کړ.

نوموړې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د طالبانو له ګډون پرته، د افغانستان په اړه ټولې ناستې ناکامۍ سره مخ کیږي.

هغې دا هم وویل، چې طالبانو په دې غونډه کې د دې لپاره برخه وانخیسته، چې د دې په باور، شرایط ورته سپکوونکي وو او دې غونډې ته د روسۍ ویاندې په اصطلاج« تښتیدلي مدني فعالان» هم بلل شوي وو.

روسۍ ویاندې دا هم وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په جوړه شوې دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو خبرې نه دي شوي او دا کار له لازمو توضیحاتو پرته کېدای هم نه شي.

روسیې تر نورو هېوادونو زیات، په دوحې غونډه کې د طالبانو له نه ګډون سره- سره د دوی نسبي استازیتوب وکړ.

له دې غونډې مخکې، په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره لیدلي وو او ګومان کیږي چې همدغه سفیر طالب رژیم قطر غونډې ته په نه ګډون هڅولی.

یو شمېر افغانانو بیا د طالبانو دا پرېکړه د دوی او افغانستان په تاوان ګڼلې او ویلي، چې طالبان نه باید د سیمې د قدرتونو په لاس ولوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب