یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاماراتي شرکت د ترانس افغان پروژې سروې په غاړه واخیسته

اماراتي شرکت د ترانس افغان پروژې سروې په غاړه واخیسته

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲ مه) د افغانستان د ریللارې ادارې اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره د ترانس افغان پروژې د سروې په اړه موافقه وشوه.

د افغانستان د ریلارې ادارې له خبرپاڼې سره سم، د دې ادارې ريیس بخت الرحمان شرافت په تاشکند کې له ازبکستان او متحده عربي اماراتو سره د ترانس افغان پروژې د تخنیکي مطالعې او سروې د پیلېدو تفاهملیک لاسلیک کړ.

ترانس افغان هغه پروژه ده چې د تطبیق په صورت کې به د ازبکستان ریللار د افغانستان له لارې د پاکستان له ریلوې سره ونښلوي.

د افغانستان د ریللارې اداره وايي، د دې پروژې د تخنیکي مطالعې او سروې تفاهملیک بخت الرحمان شرافت د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر میرزا معین اوغلي او د متحده عربي اماراتو د ادل اولانیش شرکت له ريیس الانش سره لاسلیک کړ.

د دې تفاهملیک پر اساس به اماراتي شرکت د ترانس افغان پروژې تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي مطالعې په خپل لګښت وکړي او وروسته به د پانګونې د جذب لپاره د سروې پایلې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان له لوري له مالي ادارو، هیوادونو او سوداګرو سره شریکې شي.

د لومړنیو څېړنو له مخې، پر دې پروژې، چې په ۵ کلونو کې به بشپړه شي، شاوخوا ۷ میلیارد ډالره لګېږي.

ترانس افغان ریللار له مزارشریف څخه پیلېږي او د خوست ولایت تر غلام خان بندر پورې رسیږٍي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب