دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد برېتانیې د یوه وزیر اعتراف؛ ځواکونو مو عام افغانان وژلي

د برېتانیې د یوه وزیر اعتراف؛ ځواکونو مو عام افغانان وژلي

تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) د برتانیې د پخوانيو پوځیانو په چارو کې د دولت وزیر جاني مرسر منلې، چې په افغانستان کې د حضور پر مهال د دوی ځواکونو یو شمېر عام افغانان وژلي.

جاني مرسر، چې خپله هم مخکې په افغانستان کې پوځي افسر پاتې شوی، د نورو پوځي افسرانو له قوله دا خبره تایید کړه.

 مرسر په دې محکمه کې دا هم وویل چې که څه هم باور نشي کولى چې برتانوي ځانګړو ځواکونو د شپې له لوري د خوب پر مهال افغانان وژلي وي خو د ده په څېړنو کې داسې څه چې ورسره په ټکر کې ي ونه موندل.

وړاندې په ځينو ولايتونو کې د برتانوي پوځیانو له خوا د یو شمېر وژل شویو افغانانو کورنیو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د بریتانیا حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

 برتانوي ځواکونو د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ډېر د افغانستان په هلمند ولایت کې دندې ترسره کړې دي.

 تر دې مخکې برتانوي ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی و، چې د برتانیا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۰-۲۰۱۳ کلونو کې شاوخوا ۸۰ افغانان له کومې محاکمې پرته وژلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د بریتانوي وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ګارډین د راپور په غبرګون کې یې د افغانانو د وژونکو بهرنیو عسکرو د محاکمې غوښتنه کړې وه.

4 COMMENTS

  1. که چیرته په هالند کی په ریښتینی ډول د ملګرو ملتو د هاګ محکمه وجود ولری.د برېتانیې څخه دیی هغه مجرمین محاکمی ته وغواړی چه ځواکونو یی عام افغانان وژلي دی.

    او که چیرته د امریکا او انګریز د هایکرانو محکمه وی نو بیا ورته باید د هاګ په نوم نړیواړه محکمه ونه ویل شی.

  2. په وردګو کی یو فولکلوریک متل داسی دۍ :د لوګر لو چی تیر شی بیا می د خدای جوړه نکړی. او بل متل د کندهار په فورلکلورکی بیا داسی وایی: ورکه د شی هغه تجربه چی نتیجه یی پس له مرګه وی. د دوی دا رنګه اقرار پوپولیستی بڼه لری موخه یی یوازی د خپل منلتابه یا محبوبیت (popularity) زیاتول دی ګنی و الله که یا دافغانانو غم ورسره وی او یا هم د دیموکراسۍ. د دوی لپاره دیموکراسی د خپلو شرمونو یا مستوراتو د پټولو وسیله ده لکه زموږ ملا صاحبانو چی دین یی د خپلو موخو وسیله ګرځولی ده. پهر صورت بیاهم هغه پښتو متل چی وایی: چی نه لری سړی ،،،نه د کروت کړی نه غوړی. که موږ اتفاق او یوالی درلودلۍ اوس به له دوی نه د هری یوی ناکردی حساب اخیستۍ وۍ. په ننګرهار کی د بمونو د مور پنامه تر ټولو ځواکمن غیر اتومی بم غورځول،د ضعیف شویو یورانیومی وسلو استعمال چی اوږد مهاله ویجاړوونکی چاپیریالی اغیزی لری. چا یی پوښتنه کړیده.؟ از ما است که بر ما است! زموږ د خپل کور د ننه معامله خرابه ده ، دشوروی اتحاد څخه چا د جنګ تاوان واخیست.هغه خو ربانی خان ور وبښلو. او داسی نور. او د پایلی په دود تر څو چی موږ پخپلو کی یو د بل دوښمن یاستو نو همداسی نخری به راباندی کیږی.

  3. دا هم د طالبانو د خپلولو بهانه ده! او ځان طالبانو ته د استفادی د پاره نږدی کیدلو ّځه ده!

  4. که څه هم دا د شیطان د زوی ( انګریز ) هره څرګندوَنه او هره کړنه د خاص مصلحت له مخی ده خو شا ته ئی یو بل تریخ حقیقت هم پروت دی هغه دا چی زموږ اکثره مُلایان او اکثره روشنفکران ( چی له فکری نظره دواړه مُفلسان دی ) هیڅکله دا جرئت نلری چی ” اعتراف ” وکړی:
    زموږ د سیمی د خلګو د توری او بدمرغی ورځی عاملین فقط او فقط همدا خبیث انګریز دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب