د ملګروملتو په امنیت شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګروملتو د سرمنشي د بشري چارو او د بیړنیو مرستو د همږغۍ د مرستیال ټام فلیچر وینا:
زه نن د دوو مهمو موضوعاتو په اړه تمرکز کوم: د افغانستان پر بشري وضعیت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۱۵ پرېکړهلیک د بشري استثنا پر وروستۍ څارنې.
لکه څنګه چې سږکال مې په کابل، کندهار او کندوز کې د سفر پر مهال ولیدل، پر له پسې ضربو، د ښځو او نجونو پر ضد محدودوونکې تګلارې، د لسیزو جګړو ژوراغیز، مزمن فقر، او سږکال د مالي مرستو زښت کمښت افغانستان د یوه سخت بشري بحران پر لور بیولی دی.
نژدې ۲۲ میلیونه افغانان به په ۲۰۲۶ کال کې زموږ مرستو ته اړتیا ولري؛ دا شمېر یوازې له سوډان او یمن وروسته په نړۍ کې درېیم لوی بشري بحران دی. زموږ غوښتنه ۱.۷ میلیارد ډالره ده څو ۱۷.۵ میلیون کسانو ته ورسېږو، خو د موجودو مالي واقعیتونو له امله موږ اړ شوي یوو چې خپل پلان لا هم راکم کړو او یوازې ۳.۹ میلیون هغه کسان هدف وګرځوو چې د ژوند ژغورنې تر ټولو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په لومړي ځل په څلورو کلونو کې د لوږې له ګواښ سره د مخامخ خلکو شمېر زیات شوی او اوس ۱۷.۴ میلیونو ته رسېدلی. بنسټیز خدمات، چې مخکې هم لږ او په ټول هېواد کې نابرابر وو، لا پسې کم شوي؛ په ځانګړي ډول له هغې وروسته چې کډوال په بېساري شمېر بېرته افغانستان ته راستنېږي.
یوازې په ۲۰۲۵ کال کې مالومه شوې چې ۲.۶ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي دي؛ چې په تېرو دوو کلونو کې دا شمېر ټولټال ۴ میلیونو ته رسېږي.
د دغو کسانو حالت ډېر نازک دی: ډېری له هېڅ شي پرته راګرځي، او هغه ټولنې چې دوی پرې روزل کېږي، لا له مخکې تر سخت فشار لاندې دي او له اقتصادي پلوه د دوی د جذب توان نه لري.
سږکال د راستنېدونکو ۶۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان وو؛ داسې هېواد ته چې په کې ښځو او نجونو ته د زدهکړو، کار، او ان ځینې ځایونو کې د روغتیايي خدماتو حق هم نه ورکول کېږي.
په پاکستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان مېشت دي او د ډېریو قانوني اسناد وروستيو بدلونونو له منځه وړي؛ نو هر ډول احتمالي ډلهییزې بېرته استنېدنې به ډېرې خطرناکې پایلې ولري.
مېرمن مشرې،
افغانستان په اګست او بیا په نوومبر کې له دوو لویو زلزلو سره مخامخ شو؛ زرګونه کسان په کې ووژل شول، زرګونه کورونه زیانمن شول او ټوله کلي له منځه ولاړل.
پر دې سربېره وچکالۍ هېواد په بشپړ ډول ځپلی، او د ژمي له راتګ سره یې اغېزې لا سختې شوي؛ دې وضعیت نېغ په نېغه ۳.۴ میلیون خلک اغېزمن کړي، حاصلات یې راکم کړي او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدا یې لا چټکه کړې ده.
مېرمن مشره،
سره له دې چې بودیجه محدوده ده، موږ او زموږ شریکان هڅه کوو چې تر خپلې وسې ډېر خدمت وکړو. د مرکزې بېړنۍ مرستو صندوق (CERF) له لارې، چې پرون تاسې د ۲۰۲۶ لپاره په کې د خپلو مرستو اعلان وکړ، موږ تر ۴۰ میلیون ډالرو ډېرې نوې مرستې ازادې کړې څو د بېرته راستنېدونکو سیلابي څپو، د زلزلې ځوابي هڅو، او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره مخکې تر مخکې چمتووالي ولرو.
خو د بشري حقونو زیاتېدونکي محدودیتونه—په ځانګړي ډول د افغان ښځینه کارکوونکو پر فعالیت—د خلکو ژوند لا زیات سخت کړی او زموږ د مرستو د پلي کولو په لاره کې یې نور خنډونه پیدا کړي دي. زه هیله لرم چې اغلې نګینه یري به ډېر ژر پر دې مسئله نور معلومات وړاندې کړي.
د سپتمبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې له دفترونو څخه منع شوې. دا د منلو نه ده. درې میاشتې کېږي چې دا بندیز لا هم دوام لري. بیا هم د منلو وړ نه ده. د ښځو نشتوالی په کارځای کې یو ځل بیا د هغه ناوړه وضعیت نښه ده چې افغان ښځې ورسره مخامخ دي. زه له خپلو ټولو فوقالعاده ښځینه همکارانو، چې له ټولو ستونزو سره سره کار ته دوام ورکوي، ژوره مننه وایم.
د اکتوبر په وروستیو کې بل بندیز ولګېد: تقریباً ټولې ښځینه بشري کارکوونکې د اسلامقلعه د استقبالي مرکز له فعالیت څخه منع شوې، هغه ځای چې هره ورځ په زرګونو بېرته راستنېدونکي ثبتېږي. دې کار ښځو ته د مهمو روغتیايي او ساتندویو خدماتو لاسرسی محدود کړ.
موږ د لږ شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو کار بیا پیل کړی او محدود ژغورونکي خدمات بېرته رغېدلي، خو ډېر نور فعالیتونه لاهم ځنډول شوي دي.
زه د سرمنشي غوښتنه بیا تکراروم: دا ټول بندیزونه باید سمدستي پای ته ورسول شي. ښځینه کارکوونکې باید په بشپړ، خوندي او باعزته ډول کار ته پرېښودل شي. موږ هغوی ته اړتیا لرو. افغانستان هغوی ته اړتیا لري. او موږ باید د ښځو په مشرۍ د مؤسسو ونډه زیاته کړو.
مېرمن مشره،
اوس د ۲۶۱۵ پرېکړهلیک په اړه زموږ منظم راپور ته ورځو—دا د شورا اتمه معلوماتي غونډه ده. خواړه، اوبه، درمل، سرپناه او نورې مرستې د بشري استثنا له لارې خلکو ته رسېدلي او د رنځ کمېدو او د ژوند ژغورنې سبب شوي.
لکه څنګه چې مخکې راپور شوی، دغه استثنا د مرستو لپاره اړین عملیاتي مصرفونه پوښي: د دولتي ودانیو کرایه، د کارکوونکو له معاشونو د مالیې نه اخیستل، د اوبو او برېښنا لګښتونه، د ویزو او کاري جوازونو فیس، د ملګرو ملتونو د دفترونو امنیتي مصارف، د وارداتو فیسونه، ثبت او جوازونه، او نور ټول هغه خدمات چې د مرستې رسولو لپاره ضروري دي.
ملګري ملتونه له مالیې معاف دي، خو دغه نور مصرفونه هر ځای معمول دي او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هم همداسې روان دي.
مېرمن مشره،
زموږ د کار چاپېریال ډېر پېچلی دی: عملیاتي، مالي او د شهرت له پلوه خطرونه ډېر دي؛ د نوملړونو د بدلولو فشارونه، اداري خنډونه، په استخدام کې د لاسوهنې هڅې، او تل د مرستو د انحراف خطر موجود وي.
موږ دا خطرونه پېژنو او د کمولو لپاره یې کار کوو. د څارنې سیسټمونه مو پیاوړي کړي، ظرفیتونه لوړ کړل شوي، او هر راپور ژر او روڼ پلټل کېږي. د بشري مرستو ټولنه تل هڅه کوي چې مرستې مستحقو خلکو ته ورسېږي او د ضایع کېدو، فساد او ناوړه استفادې مخه ونیول شي.
موږ د انحراف د مخنیوي لپاره دا اقدامات کړي دي:
- د خطر مدیریت څو چوکاټونه جوړ شوي او په ګډه ټولګه کې ځای پر ځای شوي؛
- د نغدي مرستو ۱۵ سلنه بشپړه پلټل کېږي؛
- د بایومتریک او تائیدي لستونو له لارې د ګټهاخیستونکو تصدیق عادي کړنلاره ګرځېدلې؛
- د نغدو مرستو سیستمونه ډیجیټل کېږي؛
- د مالي خدمتونو عرضه کوونکي تفتیش او بیا ارزول کېږي؛
- د شکایت او نظریاتو ګډ ميکانیزمونه جوړ شوي چې خلک د ناوړه کار راپور ورکړای شي.
که انحراف وموندل شي، مرستې درول کېږي، له چارواکو سره خبرې کېږي، او یوازې هغه وخت بیا پیلېږي چې سخت شرایط پوره شي.
دا ټول فعالیتونه د ۲۶۱۵ پرېکړهلیک د مؤثره پلي کېدو ملاتړ کوي.
مېرمن مشره،
سږکال د بودیجې کمښت د خدمتونو د تړل کېدو، د مرستو د کموالي او د خلکو د مرګژوبلې لامل شوی دی.
ځینې شمېرې:
- دا ژمی په څو کلونو کې لومړی ژمی دی چې د خوراکي توکو وېش تقریباً نه شته؛ یوازې یو میلیون بېوزله کسان مرسته ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۵.۶ میلیونو ته رسېده.
- ۱.۱ میلیونه ماشومان د حیاتي تغذیې له خدماتو محروم دي؛ ځکه ۳۰۵ مرکزونه تړل شوي. ټولټال ۳.۷ میلیونه ماشومان اړتیا لري، چې ۱.۷ میلیونه یې د مرستو نه رسېدو په صورت کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
- ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ۳ میلیونه خلک له روغتیايي خدماتو بېبرخې شوي.
موږ د ټولو هغو هېوادونو منندوی یو چې له افغانستان سره یې مرستې نه دي بندې کړي، خو که ۲۰۲۶ ته وګورو، د مرستو د لا کمېدو خطر شته—په داسې وخت کې چې لوږه، ناروغۍ، د خدمتونو فشار، او د خلکو د خوندیتابه ګواښونه زیاتېږي.
په پای کې درې غوښتنې:
۱. د ۲۶۱۵ پرېکړهلیک د بشري استثنا پلي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړئ. دا روڼتیا زموږ لپاره حیاتي ده.
۲. ټینګار وکړئ چې ښځینه کارکوونکې باید پرته له محدودیتونو کار وکړي. پرته له ښځو بشري ځواب ممکن نه دی. دا باید د هېڅ اړخ لپاره د بحث وړ نه وي.
۳. نړیوال بشري اپیل تمویل کړئ؛ موږ ۲۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو څو ۸۷ میلیونه انسانان وژغورو، چې په کې د افغانستان میلیونونه خلک شامل دي. که دا تمویل برابر نه شي، نو موږ به د مرستو د لا سختو کمښتونو شاهدان واوسو، چې پایله به یې د خلکو لپاره ورانوونکې وي.