پنجشنبه, دسمبر 11, 2025
Home+د "انتظار" ائتلاف | انجنیر زلمی نصرت

د “انتظار” ائتلاف | انجنیر زلمی نصرت

دنمارک

«چاته چې جنگ کاسه شي، سوله ورته لوگی ښکاري»

هیڅکله هم ولسونو له سولې سره مخالفت او دښمني نه ده کړې. د امن، ثبات، استحکام او د افغانستان د پرمختگ سره مخالفت یوازې هغه کسان کوي چې خپلې شخصي گټې په جگړو او د افغانستان په نا ثباتیو او بحران کې لټوي؛ لکه جنایتکاره جنگسالاران، مافیایي کړۍ، غاصبین٬ پردي پال او هغه ډلې چې د قومي او مذهبي جگړو په وسیله د زر او زور خاوندان شول. همدا ډلې نن په دوبۍ، ترکیه، دهلي او نورو هېوادونو کې بانکونه، ماڼۍ او ستر٬ ستر کاروبارونه لري.

د سولې شعار هغه وخت معنا درلوده کله چې هېواد د شوروي تر یرغل لاندې داخلې جگړو کې ښکیل و، یا د تنظیمي جگړو په توره دوره کې چې یوازې د کابل په ښار کې په زرگونه انسانان ووژل شول او ښار په کنډوالو بدل شو. همدارنگه د شل کلن اشغال د جمهوریت په وخت کې چې افغانستان د بلاوقفه جگړو په تنور کې سوځېده، د سولې غږ معنا لرله٬ نه نن.

نن وضعیت بیخي بدل دی، او د افغانستان خلک په امن کې ژوند کوي، نه په جگړه کې.

په داسې شرایطو کې چې په وطن کې سوله شتون لري٬ په بهر کې د افغانستان د “نجات” او “امن” شعار بیا تود ښکاري، او د انتظار د «لويو ائتلافونو» خبرې کېږي. دا خبرې په خپل مینځ کې د شرم وړ پیغام لري: هغوی ادعا کوي چې امریکا به حتماً بیا راگرځي او د ولس د ملاتړ پر ځای د گاونډیانو د ملاتړ تمه کوي.

«هغه چې په خپله پښه نه دریږي، د بل په عصا یې امید وي»

د “انتظار” د دې ائتلافونو له څرگندونو څخه داسې ښکاري چې دا بدنامه جنگي جنایتکارې ډلې یو ځل بیا د جگړې د راپارولو لپاره فرصت او زمینه لټوي. دوی هیله لري چې بهرني ځواکونه دې بېرته په افغانستان کې مداخله وکړي او دوی یو ځل بیا په چوکیو او د اولسونو پر سینو او غاړو کښېنوي.

لنډه دا چې:

چا چې په خپل کلي کې یوه شپه بې له پردي ساتونکي نه شي تېروولی، هغه څنگه د یوې ټولې خاورې د رهبرۍ دعوه کولی شي؟

متل دی: “چې په کور کې یې سیوری نه وي، د وطن سالارۍ یې خوب شي.”

دا موسمي او تجارتي ائتلافونه خپل امتحان ورکړی٬ په خلکو کې هیڅ ځای نه لري او ولس ترې کرکه کوي.  خلک غواړي چې عدالت پرې تطبیق شي. اوس د وخت غوښتنه داده چې افغانان، که د ننه دي او که بهر، ددوی د محاکمې لپاره خپل غږ پورته کړي، څو انتقالی عدالت عملي شي.

ځکه دوی په دومره سپین ‌سترگۍ سره چلند کوي چې ولس له هغوی خپل پور غواړي، خو دوی بیا هم د دې مفلس ولس پر غاړو د سپریدو نیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...