مصور اتل؛ د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی
افغانستان او چين په نړۍ کې د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو له ډلې دي چې د زرګونو کلونو لرغونی تاريخ لري او د سوداګرۍ او کلتوري تعاملاتو په تړاو یې خورا لرغوني لاسوندونه موجود دي. يادو دواړو هېوادونو د ورېښمو د لرغونې سوداګريزې لارې په وسيله د لوړې کچې تمدني تبادلات درلودل خو د رسمي ډيپلوماټيکو اړيکو تاريخ یې د تېرې پېړۍ په نيمايي کې پيل شوی او راتلونکې مياشت يو اويايمه کليزه نمانځل کيږي. د افغانستان – چين اړيکې د سيمه ييز امنيت د مسئلې، اقتصادي دهلېزونو، ستراتېژيکو محاسباتو او په افغانستان کې د کورنيو تحولاتو له کبله تل د بحثونو په محراق کې واقع وي. موږ یې دلته په تاريخي سير او راتلونکې احتمالي سناريو اجمالي بحث کوو.
د افغانستان – چين د اړيکو تاريخي شاليد
د ورېښمو تاريخي لارې، چې سوداګريزو کاروانونو پرې له ختيځ څخه د اروپا تر دروازو پورې مزل کاوه د هند، ايران، باختر او چين تمدنونه هم یو له بل سره نښلولي وو. د چين ګڼ شمېر بودايي راهبان د ورېښمو پر لاره له باميانو – کابل – زابل او کندهار څخه تېر شوي او هند ته تللي دي. دوی په خپلو يادښتونو کې په باميانو کې د بودا د مجسمې او د خلکو د کلتور او اخلاقو يادونه کړې ده. دغه يادښتونه د چين – افغانستان تر منځ د بشري اړيکو لرغونتوب ثابتوي.
د افغانستان – چين اړيکې د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې تر ډېره پر کلتوري او سوداګريزو مسايلو ور ټولې وې، خو په دواړو هېوادونو کې د معاصرو حکومتونو په تأسيس سره د ډيپلوماټيکو اړيکو پيل ته زمينه برابره شوه.
د ۱۹۵۵م کال د جنوري په شلمه نېټه کابل او بيجينګ په رسمي ډول د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګولو اعلان وکړ. دا نو هغه وخت و چې نړۍ د سړې جګړې په لمبو سوځېده او افغانستان هڅه کوله چې د بې پرې سياستونو په لوبولو سره د ختيځ او لويديځ بلاکونو تر منځ انډول وساتي. چين هم چې هغه مهال تازه له خونړۍ جګړې خلاص او د يوه نوي حکومت څښتن شوی و، هڅې کولې چې د سويلي او منځنۍ اسيا له هېوادونو سره اړيکې پراخې کړي.
کابل او بيجينګ تر ۱۹۷۵م کال پورې د سوداګرۍ، ترانزيټ، کلتوري تبادلاتو او تخنيکي همکاريو لږ تر لږه اووه تړونونه لاسليک کړل. د چين د لومړي وزير ژو اينلای او د افغانستان د لومړي وزير سردار محمد داوود خان (چې وروسته ولسمشر شو) تر منځ کتنو د ډيپلوماټيکو اړيکو لپاره پوخ بنسټ جوړ کړ.
دغه مرحله د افغانستان – چين په اړيکو کې د ثبات او اعتماد د رامنځته کولو مرحله وه، خو له ۱۹۷۳- ۱۹۷۸ کلونو په منځ کې چې سردار محمد داوود خان جمهوريت اعلان کړ نو د افغانستان د بې پرېتوب سياست هم کمزوری شو. سردار محمد داوود خان که څه هم له يوې خوا له پخواني شوروي اتحاد سره اړيکې ساتلې نو له بلې خوا یې هڅه کوله چې له چين او نورو لويديځو هېوادونو سره هم همکارۍ پراخې کړي. چين هم په لومړيو کې د کابل د بې پرېتوب له کبله د افغانستان ملاتړ کاوه خو وروسته په سيمه کې د شوروي اتحاد د نفوذ په پراخېدو سره د بيجينګ اندېښنې هم ډيرې شوې.
په افغانستان کې د ۱۹۷۸م کال تر کودتا وروسته د کابل او بيجينګ تر منځ د حکومتونو اړيکې تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېدې او چين په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځي حضور څرګند مخالفت وکړ. دوی پر افغانستان د شوروي اتحاد پوځي يرغل د سيمې د انډول د ماتېدو هڅه بلله او د شوروي تر ملاتړ لاندې افغان واکمنانو ته یې د شک په سترګه کتل. په افغانستان کې د شوروي د پوځي حضور او د کورنيو جګړو تر پای ته رسېدو وروسته بيجينګ د طالبانو له پخواني حکومت سره محتاطانه تماسونه پيل کړل. چين د سرحدي امنيت د مسايلو په تړاو اندېښنې درلودې او له طالبانو سره محدودې اړيکې د يادو اندېښنو د کمولو لپاره اړينې وې.
په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې تر ملاتړ لاندې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د افغانستان – چين اړيکې يو ځل بيا وغوړېدې. چين په افغانستان کې خورا درنو اقتصادي پانګونو ته مخه کړه چې په ۲۰۰۷م کال کې د عينک د مسو کان پر استخراج د يوه چيني شرکت له لوري د ۲.۸ ميلياردو ډالرو پانګونې تړون یې لومړنۍ ستره بېلګه او پيلامه وه. چين دغه راز د افغانستان په شمال کې د نفتو پر استخراج هم د پام وړ پانګونې کړې دي.
افغانستان د خپل جغرافيوي موقعيت له کبله د کمربند او لارې نوښت لپاره هم مهمه کړۍ وګڼل شوه. دغه راز چين هڅه وکړه چې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ يوه اتصالي کړۍ هم رامنځته شي؛ خو له ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱م کال پورې د کابل – بيجينګ په اړيکو کې له پرمختګونو سره سره د ناټو پوځي حضور او روانې ناامنۍ مهم خنډونه ګڼل کېدل.
په ۲۰۲۱م کال کې د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو وروسته چين هغه هېواد و چې په افغانستان کې يې خپل سفارت ونه تاړه او له نويو واکمنانو سره یې اړيکو ته ادامه ورکړه. بيجينګ دا مهال له افغانستان سره په تعامل کې درې مهم محورونه تعقيبوي:
لومړی- امنيتي محور
چين غواړي چې د افغانستان له خاورې له هېڅ راز امنيتي ستونزې سره مخ نه شي. بيجينګ دا درک کوي چې په افغانستان کې فعال حضور یې د افغانستان، چين، سيمې او نړۍ په ګټه دی. بل پلو د افغانستان اسلامي امارت هم له چين سره د اړيکو اهمیت درک کوي او د امنيت او ثبات په ټينګښت کې د دواړو لورو همکارۍ مهمې ګڼې.
دويم- اقتصادي محور
افغانستان د طبيعي زيرمو د لرلو له کبله بډای هېواد دی. چين بيا نه يوازې دا چې يادو زېرمو ته اړتيا لري، د کانونو په اکتشاف او استخراج کې هم لوی لاس لري. دا مهال د هېواد د څو لويو او مهمو کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه چيني شرکتونو ته ورکړل شوي دي. د چين – پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان شاملول بله تر بحث لاندې مسئله ده او په ټوله کې دا هغه څه دي چې بيجينګ یې له کابل سره په اقتصادي محور کې تعقيبوي.
درېيم- ډیپلوماټیک محور
چين که څه هم په افغانستان کې اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی خو په ۲۰۲۳م کال کې یې د طالبانو استازی د رسمي سفير په توګه ومانه. دا طالبانو ته د نړيوال مشروعيت د ورکړې په برخه کې مهم ګام و چې د اسلامي امارت چارواکي یې هم د خپل بهرني سياست د مهمې لاسته راوړنې په توګه يادوي.
د افغانستان – چين د اړيکو راتلونکې
د افغانستان – چين اړيکې په تېرو اوو لسيزو کې له خورا ډيرو هسکو – ټيټو را تېرې شوې دي. تمه ده چې دغه اړيکې په راتلونکې لسيزه کې په مختلفو سکټورونو کې لا ډيره وده وکړي.
افغانستان که څه هم د طبيعي زېرمو له پلوه بډای هېواد دی خو له يادو زېرمو د استفادې کافي ظرفيت نه لري. د يادو زېرمو پر اکتشاف او استخراج د چيني شرکتونو پانګونه په کور د ننه هم د ظرفيتونو د لوړېدو سبب کيږي او دا چاره د افغانستان صنعتي پرمختګ ته لاره هواروي.
افغانستان د اسيا څلور لارې او د سويلي او منځنۍ اسيا د اتصال تر ټولو غوره اتصالي مسير دی. تمه ده چې په راتلونکې لسيزه کې افغانستان د چين له نوښتونو سره په ورګډېدو د ترانسپورټي زیربناوو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي. له شک پرته دا هغه مسير دي چې سيمې ته به ښېرازي ور وبښي.
وروستيو پرمختګونو ته په پام سره، اټکل کيږي چې په راتلونکې لسيزه کې به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جذب ظرفيت لوړ شي. په افغانستان کې د ځينو چيني شرکتونو له لوري روانې پانګونې به د افغانستان پر بازار د بهرني اعتماد د ډيرېدو سبب شي او په پایله کې به یې لا ډير بهرني پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.
لکه څرنګه چې مخکې هم وويل شول، افغانستان او چين د بشري اړيکو خورا لرغونی تاريخ لري. تمه ده چې په راتلونکې لسيزه کې د دواړو هېوادونو تر منځ ولسي تبادلات هم پراخ شي او چيني سيلانيان د افغانستان لرغونو سيمو ته بيا سفرونه پيل کړي. په دې سره به نه يوازې په ولسي کچه د دواړو ملتونو تر منځ نږدېوالی راشي، بلکې په افغانستان کې به د دندو د ډيرېدو او اقتصادي ښېرازۍ زمينه هم برابره شي.
په لنډيز سره که ووايو نو افغانستان او چين دواړه د سيمې د ثبات او ښيرازۍ په لټه کې دي او دواړه لوري پر دې باور دي چې ثبات ته رسېدل يوازې د ګډ کار او همکاريو له لارې شوني دي.