د ملګروملتو په امنیت شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د امریکا د استازې مېرمن جینیفر لوسیتا وینا
لکه څنګه چې موږ واورېدل، د افغانستان خلک لاهم له سترو ستونزو سره مخامخ دي؛ هغه ستونزې چې پکې د بشري حقونو سرغړونې، فقر، بېوزلۍ، بېکارۍ، د بنسټیزو خدمتونو محدود لاسرسی، او د ښځو پر حقونو نهمنل کېدونکي بندیزونه شامل دي. د دې ټولو کړاوونو او رنځ اصلي مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی، ځکه دا د هغو تګلارو مستقیمه پایله ده چې دوی غوره کړې دي.
په لنډه توګه، طالبان ښه نیت نه ښيي. هغوی د افغانانو د هوساینې پروا نه لري او د نړیوالې ټولنې بشري او تخنیکي مرستو ته په قصدي ډول خنډ جوړوي او ناسمه استفاده ترې کوي.
طالبان لاهم په اصطلاح د «یرغمل ډیپلوماسۍ» په چلند بوخت دي؛ د افغانانو بنسټیزې اړتیاوې نالیدلې انګېري، د یوناما د فعالیتونو مخه نیسي، او د خپلو نړیوالو ژمنو د عملي کولو اراده نه ښکاره کوي. په دې کې د دوحې بهیر هم شامل دی، چې طالبان په کې په ښه نیت ګډون نه کوي.
له دې سره باید په یاد ولرو چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو او تعامل پایلې ډېرې محدودې دي. څنګه چې امنیت شورا د یوناما راتلونکی ارزوي، باید د طالبانو په اړه له شک او څارنې څخه کار واخلي.
د یوناما باید له ځمکنیو بدلونونو سره ځان عیار کړي. که د طالبانو شرایط یوناما له خپلو دندو راګرځوي، نو شورا باید د دې ماموریت د صلاحیتونو د بیا عیارولو په اړه جدي غور وکړي. راتلونکی تمرکز باید د سولې او امنیت پر بنسټیزو موضوعاتو وي، هغه هم د روښانه او د پلي کېدو وړ معیارونو پر بنسټ.
د متحده ایالاتو تر ټولو ستر لومړیتوب په افغانستان کې د امریکایي وګړو او هېواد خوندیتوب دی؛ چې پکې له افغانستانه د ترهګري ګواښونو کمول او د ټولو هغو کسانو خلاصول شامل دي چې ناحقه بندیان شوي دي.
ملګري ملتونه باید د طالبانو پر چارو فشار ته دوام ورکړي.