پنجشنبه, دسمبر 11, 2025
Homeخبرونهمخابراتو وزارت: رسنیو کې د انټرنېټ بندېدو په تړاو اوازه ناسمه ده

مخابراتو وزارت: رسنیو کې د انټرنېټ بندېدو په تړاو اوازه ناسمه ده

‏تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۹مه) د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې په ټولنیزو رسنیو کې د انټرنېټ د بندېدو په تړاو خپره شوې اوازه ناسمه ده.

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي زیاته کړې، چې هېوادوال دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.

د الکوزي په وینا چې یو شمېر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د انټرنېټ د بندېدو په تړاو ناسم معلومات خپاره کړي چې مخابراتو وزارت یې ردوي.

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړی چې، د انټرنیټ بندېدو په تړاو دې اندېښنې نه کوي.

دا اندېښنې داسې مهال خلکو سره موجودې دي چې، څه موده وړاندې طالبانو په ټول هېواد کې انټرنیټ او مخابراتي شبکې تړلې وې او هغه مهال خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

عام افغانان له حاکم نظامه هیله لري چې، د ټکنالوژۍ برخه کې د زده کړو پر وړاندې خنډ نشي او ورته لا د پراختیا زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...