Homeخبرونهد عامې روغتیا وزیر: سږ کال په ټول هیواد کې د پولیو...

د عامې روغتیا وزیر: سږ کال په ټول هیواد کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۹مه) د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وايي چې، په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په ټول هیواد کې د ګوزڼ ناروغۍ نهه مثبتې پېښيې ثبت شوي دي.

جلالي په ځینو سیمو کې یې د واکسین پر وړاندې منفي ذهنیت یوه اصلي ستونزه یاده کړې ده.

طالب وزیر مولوي نور جلال جلالي نن (چهارشنبه) په کابل کې د رسنیو له پاره د پولیو ناروغۍ پر وړاندي د عامه پوهاوي او همږغۍ غونډې ته ویلي چې، د دغو پېښو له جملې یې یوه په ختیځه او پاتې نور یې د هیواد په نورو سیمو کې ثبت شوي دي.

جلالي په یاده غونډه کې د ګوزڼ ناروغۍ له پاره د عامه پوهاوي یادونه وکړه او په نبوي طب کې یې هم د هغه پر اهمیت تینګار وکړ.

په یاده غونډه کي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ د صندوق استازي علي صلاح هم د پولیو د له منځه وړلو له پاره پر عامه پوهاوي ټینګار کړی او په وینا یې، عامه پوهاوی او سم معلومات نشرول کولای شي د یوه کوچني ژوند وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...