جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهجمعیت ګوند د نوي ايتلاف د جوړېدو په اعتراض کې د مقاومت...

جمعیت ګوند د نوي ايتلاف د جوړېدو په اعتراض کې د مقاومت له عالي شورا ووت

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۹ مه) د درو خوځښتونو د ایتلاف له اعلانه وروسته جمعیت اسلامي ګوند د دغه نوي جوړ شوي ايتلاف په اعتراض کې «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په عالي شورا» کې خپل غړیتوب پای ته رسوي.

دغه ګوند نن په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په دې هدف جوړه شوې وه چې په هیواد کې د ولسواکۍ د احیا او د قانون د حاکمیت په خاطر د افغانستان د خلکو د مبارزو اصلي محور رامنځته کړای شي او ټاکل شوې وه چې دا شورا له تېرو ناکامو تجربو د عبرت په رڼا کې له موجود ناورین څخه د هیواد د تېرېدو لپاره د افغانستان د خلکو د مبارزو د فعالیتونو په محور بدله شي او د مقطعي، فصلي، تاکتیکي او ماتېدونکو ایتلافونو د جوړولو پر ځای د هیواد د بحران د حل کولو لپاره د حقیقي مبارزې  لپاره پرېکړه وکړي. جمعیت ګوند همداراز د شورا اقدامات ناسالم او د سترو ملي ګټو خلاف بللي او د هغوی ايتلاف یې ناکامه تجربه بللې ده.

دا په داسي حال کې ده چې په نوي ايتلاف کې د جمعیت ګوند څو مهم مشران لکه عطامحمد نور او احمد مسعود غړیتوب لري.

د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا، د سولې او عدالت ملي غورځنګ، او د ژغورنې ملي شورا په انلاین غونډه کې د دوی اصلي مشرانو؛ لکه عطا محمد نور، یونس قانوني، حنیف اتمر، محمد محقق او احمد مسعود ګډون درلود.

صلاح‌الدین رباني په غونډه کې نه وو حاضر، او احمد مسعود بیا په وروستیو شېبو کې غونډې ته ورګډ شو.

د دوی په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دوی یوه ګډ سیاسي غږ ته رسېدلي او هوکړه یې کړې چې د ټول‌ګډونه سیاسي حل لپاره همغږي هڅې زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...