جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهار کې لېوه پر یوه کور برید کړی او ۷ کسان یې...

ننګرهار کې لېوه پر یوه کور برید کړی او ۷ کسان یې ژوبل کړي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۹مه) د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په سروبي سیمه کې یو لېوه له غره راښکته شوی او په یوه کور یې برید کړی.

ځایي خلک وایي چې لېوه د یوې کورنۍ د یوې مېرمنې او درې ماشومانو په ګډون اووه تنه داړلي او ژوبل کړي دي.

ځايي خلکو زیاته کړې چې لېوه لېونی شوی و او د دې امکان هم و چې نور خلک یې داړلي وی، نو کلیوالو له منځه وړی دی.

د پېښې ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل دی.

د هېواد په لرې پرتو غرییزو سیمو کې وخت ناوخته دا ډول پېښې رامنځته کېږي او خلکو ته پکې مالي او ځاني زیانونه اوړي.

څو ورځې وړاندې بدخشان ولایت کې واورینو پړانګانو د پسونو پر یوه رمه برید کړی وو چې پکې لسګونه پسونه له منځه وړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...