جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اوبو او انرژۍ وزارت: ‏د اجرستان سید خېلو ذخیروي بند تخنیکي...

د اوبو او انرژۍ وزارت: ‏د اجرستان سید خېلو ذخیروي بند تخنیکي سروې بشپړه شوه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۹مه) د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د غزني اجرستان ولسوالۍ د ګل درې سیمې اړوند سیدخېلو ذخیروي او اوبو لګولو بند لومړنۍ، ټولنیزه، چاپېریالي او توپوګرافي سروې بشپړه شوه.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند اوبه په ثانیه کې شاوخوا ۲متره مکعبه جریان لري.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان زیاتوي چې د دې بند د جوړېدو موخه د ژمني موسم د اضافي اوبو ذخیره کول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او سېلابي اوبو مهار دی.

سرچینه وایي چې دغه بند به د ۳ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت ترڅنګ د ۴زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبولو ظرفیت ولري.

دغه راز به ۹ کلیو کې ۱۰۰۰ کورنیو ته اوبه برابرې کړي.

افغانستان په زیاته اندازه روانې اوبه لري خو د کارپوهانو په باور د وخت حاکمو نظامونو یې غمه نه ده کړې او څنګه چې لازمه ده په کور دننه ترې استفاده نه ده اخیستل شوې.

دوی وایي، که داخل کې روانې اوبه مهار او سالمه ګټه ترې واخیستل شي نو لرې نه ده چې، افغانستان کې به د وچکالۍ ناره ورکه او زراعت پرمختګ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...