Homeخبرونهمسوولان: هرات کې ۳۵ زره روږدي راټول او درملنه یې شوې

مسوولان: هرات کې ۳۵ زره روږدي راټول او درملنه یې شوې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۹مه) ‏ هرات ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې برخې مسوولانو ویلي، د طالبانو دبیا واکمنېدو راهیسې په هرات ولایت کې شاوخوا ۳۵ زره روږدي راټول او درملنه یې شوې ده.

هرات کې د طالبانو د حکومت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني رسنیو ته ویلي، هره اونۍ د روږدو بستریز کمپ څخه له ۱۰۰ ډېر رغېدلي روږدي خپلو کورنیو سره یوځای کیږي.

نوموړي ویلي، ټولنې ته د روغو کسانو د بېرته ستنېدو په موخه دغو کسانو ته د درملنې په مهال مسلکي روزنه هم ورکول کیږي.

مسوولان وایي چې، دوی د روږدو کسانو راټولولو او درملنې پروسه په جدي ډول پیل کړې او هڅه کوي تر لومړنیو مرحلو وروسته په مسلکي او تخنیکي برخو کې زده کړې ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...