پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههاردېک پانډیا د خپل ژوند او مینې نوې پاڼه پرانیسته!

هاردېک پانډیا د خپل ژوند او مینې نوې پاڼه پرانیسته!

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۹مه) د هند مشهور کرکټر هاردېک پانډیا په خپل ژوند کې د مینې نوې پاڼه پرانستې ده.

هغه اوس د موډلې او اداکارې مهیکا شرما سره په اړیکه کې دی.
دوی خپل اړیکه او مینه په انسټاګرام کې رسمي اعلان کړی دی.

د پانډیا مینه وال دا نوې اړیکه د هغه په ژوند کې د مثبت بدلون نښه ګڼي.

مینه وال یې د دوی د خوشحالۍ او ګډو شیبو له لیدو ډېر خوښ دي او پر خواله رسنیو یې د مبارکۍ شور جوړ کړی دی.

دا اړیکه کله را څرګنده شوه؟

هغه مهال چې هاردېک د خپلې نوې مینې د انځور پر خپرېدو پر انځور اخیستونکو غوصه وکړه او دا شېبه رسنیو ته په لاس ورغله.

دواړه له یوه رسټورانټه راوتل چې د رسنیو د کمرو ښکار شول. خو پانډیا له رسنیو وغوښتل چې د خلکو شخصي ژوند ته احترام ولري او غیر مسوولانه چلند ونکړي.

پانډیا ومنله چې مشهورې څېرې تل د خلکو پام ځان ته را اړوي، خو ویې ویل چې ځینې شیبې په ځانګړي ډول هغه چې د ښځو سره تړاو لري باید له درناوي او احتیاط سره چلند ورسره وشي.

دا اړیکه داسې مهال رسنیزه کېږي چې، نوموړی څه موده وړاندې له خپلې لومړنۍ مینې لاره جلا کړه، هغه چې د کرکټ له شوره په ډک لوبغالي کې یې ورته د واده وړاندیز کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...