تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن (د دسمبر ۱۰مه)، چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله ده، په نیویارک کې د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ علني ناسته دایروي.
په دې غونډه کې به د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) استازي د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت تازه راپور وړاندې کړي.
تمه ده چې د ملګرو ملتونو چارواکي په افغانستان کې د روانو ستونزو، د بشري اړتیاوو د پراخوالي، او له افغانستان سره د نړیوال تعامل پر اړخونو خبرې وکړې.
د چارو ځینې شنونکي وايي، د دې ډول ناستو ګټه دا ده چې د افغانستان مسئلو ته د نړیوالې ټولنې، بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د نړۍ د ځواکمنو دولتونو پام واوړي.
که څه هم غونډه د افغانستان د وضعیت په اړه ده، خو د دې لپاره چې د طالبانو حکومت، چې نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی خو عملاً د افغانستان د خاورې بشپړ کنټرول په لاس کې لري، په دې ناسته کې د تېرو کلونو په شان ګډون نه لري.
له بلې خوا، دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې ملګرو ملتونو لاهم په رسمي ډول د یوناما نوی مشر نه دی ټاکلی، او د دې ماموریت د راتلونکي لوري په اړه پوښتنې راپورته کېږي.
په عین حال کې دا غونډه په داسي وخت کې جوړېږي چې د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت تبعیضي اقدامات زیات شوي. تېره اوونۍ یوناما له طالبانو وغوښتل چې د ملګروملتو ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې کار ته حاضرې شي. دا مسله ممکن د دې سبب شي چې د امنیت شورا غونډه د تېرو کلونو په شان بیا هم د طالبانو په مزاج برابره نه وي.
د دې ترڅنګ له دې غونډې سره تقریباً هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي، د مرسته کوونکو ادارو بودجې په خورا کچه کمې شوي، د میلیونونو افغان کورنیو اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، او د بشري حقونو – په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو – په اړه نړیوالې اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. ټول دغه عوامل افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو بحثونو په مرکز بدلوي.
UNITED NATION MUST RECOGNIZE OFFICIALY ISLAMIC IMARAT
RELEASE AFGHANS BUDGET WHICH GET FROZEN BY UNITED STATE OF AMERICA.
GIVE AFGHANISTAN SAT IN THE UNITED NATION TO ISLAMIC EMARAT
AND ACCEPT OFFICIALLY REPRESENTATIVE OF ISLAMIC IMARAT IN THE UNITED NATION.
UNITED NATION MUST OPEN AGENCY IN KABUL.
GIVE FREEDOM OF TRAVELING TO THE AFGHAN DEPLOMAT
THANK YOU