شنبه, اپریل 20, 2024
Home+بې‌روحه ارواگانې او افغاني ټولنه│سلیم پاینده

بې‌روحه ارواگانې او افغاني ټولنه│سلیم پاینده

نیکولای گوگول ۱۷ کاله له بې‌روحه ارواگانو سره تير کړل. د لیکوال د پلان پر بنسټ به درې ټوکه لیکل کېده؛ لومړی یې بشپړ شو، دوهم یې له مړینې څو ورځې وړاندې په خپل لاس وسوځاوه او درېیم هغه يې هېڅکله پيل نشو. گوگول په خپله څو ځلې ویلي چې د دې اثر ایډیا پوشکین هغه ته ورکړې ده. الکساندر پوشکین د همدې شعر یو له لومړنیو اوریدونکو څخه وو. گوگول دا اثر د نثر په غالب کې د یوې شعري حماسې او د کتاب دننه هغه د نظم په غالب کې د یوه رومان په څیر ویني. د بې‌روحه ارواگانو لیکل ستونزمن کار وو. لیکوال ددې اثر خاکه او ایډیا څو ځلې بدله کړله او ځينې برخې یې بیا بیا نوې کړلې. شپږ کاله وخت یې ونیو چې یوازې لومړۍ برخه لیکنه یې په ۱۸۴۲ میلادي کې چاپ شي. گوگول له مړینې څو ورځې مخکې د دوهم ټوک لاسي نسخه وسوځوله. یوازې د لومړۍ برخې څلور څپرکي او یو څپرکی له وروستۍ برخې له اوره روغ پاته شول.


گوگول په لومړیو کې بې‌روحه ارواگانې د یوه طنزي او انتقادي ناول په څير را پیل کاوه. اما په ۱۸۴۰ کې سخت ناروغ شو او د هغه روغ کیدل د یوې معجزې په څیر وو. نیکولای فکر وکړ چې دا روغیدنه ښايي هغه نښه وي چې خدای له ده غواړي داسې یو اثر وزیږوي چې د روسيې د روح د رغونې سره مرسته وکړي. پر همدې بنسټ يې د بې‌روحه ارواگانو پر طرحه بیا کتنه وکړه. د درې ټوکیز اثر نوې طرحه د دانته الیگیري Dante Alighieri  د الهي کوميډي The Divine Comedy پر سبک جوړه شوې وه مگر په پایله کې ددې اثر لپاره د لیکوال پریکړه پر یوه شعري پلټ‌فورم راغله.


گوگول په دې باور و چې د اثر لومړی فصل باید د فیوډالې ټولنې پر فساد او د خلکو پر روح د هغې پر سلطه او منگولو ښخولو بحث وکړي، دوهمه برخه يې د «بې‌روحه ارواگانې» د مينځلو لپاره هیله وړاندې کړي او درېیمه برخه د نوې روسيې جوړولو ته ودانگي.


ددې شعر د طرحې او کیسې بنسټ او دیوالونه، د پاول ایوانویچ چیچیکوف Pavel Ivanovich Chichikov په نوم د یوه لوړپوړي کس پر فریب، حیلې او مکر بینا دي. ددې کیسې ټولیز انځور داسې دی چې په روسیه کې د خلکو او غلامانو سرشمېرنه په هرو لسو کلنو کې یو ځل کېدله. نو پر همدې بنسټ هغه بزگران چې ددو سرشمېرونو تر منځ مړه کېدل، په رسمي اسنادو کې به ژوندي نیول کېدل. د چیچکوف موخه د «د بې‌روحه ارواگانو» (مړو غلامانو) په ټیټه بیه رانیونه ده تر څو وروسته له دې لارې زیاتې پیسې لاسته راوړي. دا حیله او مکر یې ځکه کاوه چې دا معامله د زمیندارو او فیوډلانو لپاره گټوره ده؛ نوره اړتیا نشته چې بعدي سرشمېرنه د مړیو لپاره مالیه ورکړي. چیچیکوف ټولې روسیې ته سفرونه کوي او په «بې‌روحه ارواگانو» پسې گرځي.


دا داستاني طرحه لیکوال ته فرصت ورکوي چې د روسيې د هغه زمانې یو پراخ ټولنیز انځور رسم کړي. په لومړي فصل کې لیکوال موږ د چیچیکوف سره اشنا کوي، وروسته له زمیندارو، فیوډالانو او رسمي چارواکو سره د هغه لیدنې او کتنې ستايي او وروستنی فصل هم بیا ځلي معاملو او دلالیو ته ورگرځي. د چیچکوف انځور او د «بې‌روحه ارواگانو» پیرل ددې اثر د داستاني کرښو د یووالي سبب گرځي.


ځمکوال او زمینداران په دې شعر کې د هغې زمانې د خلکو د استازو ښکارندوینه کوي؛ فرصت‌طلب کسان لکه (مانیلوف او نوزدریوف) او احتکارکوونکي (سوباکویچ او کوروبوچکا). هغه څوک چې هم محتکران دي او هم فرصت‌طلب دي ټول په یوه څیره یعني پلیوشکین کې ننوتي دي.


په مړو روحونو کې رسمي او دولتي چارواکي ټول غله او داړه‌ماران دي. د ښار په محکمو کې لیکوال د هغو کسانو انځور وړاندې کوي چې حاضر دي د پیسو او بډې په بدل کې خپلې میندې خرڅې کړي. د پولیسو مشر او څارنوال او د محکمې رئیس چې د چیچکوف د فریب په اثر له ډاره څه نشې ویلی هم ښه کرکټر و شخصیت نه لري.


د کیسې اتل، هغه حیله‌گر کس دی چې د څو نورو کسانو ځانکړنې هم په ځان کې لري. هغه مودب دی او د ځان ښودنې میل لري(مانیلوف)، پوچ (کوروبوچکا)، بخیل(پلیوشکین)، خلاق (سوباکویچ) او کبرجن (نوزدریوف) دا ټول پر یوه وخت د هغه د کرکټر برخې دي. ایوانویچ د چارواکو په منځ کې تر ټولو زیات پر نفس ډاډمن کس ښکاري، داسې چې د فریب و رشوت په بهترینو پوهنځی‌گانو کې یې زده کړې وي. اما د کیسې اتل تر ټولو هغو کسانو زیات ځیرک او ویاړلی دی چې معاملې ورسره کوي. هغه زوده ارواپوه دی، ټولنه حیرانوي، او په خورا مهارت له هره یوه فیوډال او ځمکوال سره مذاکرې کوي.


لیکوال ددې اثر په نوم کې یوه ځانگړې مانا پټه کړې ده. دا نوم یوازې د هغو مړو بزگرانو لپاره نه دی چې چیچکوف یې رانیسي. د گوگول «بې‌روحه ارواگانې» په افرادو، فیوډالانو او چارواکو کې د روح نه شتون او د پوچۍ پټ شوی مخ څرگندوي. په پیسو د لیوني مئین چیچکوف لپاره هېڅ څه هم سپيڅلي او روحاني نه دي. پلیوشکین ټولې انساني ځانگړنې او ارزښتونه له لاسه ورکړي دي. کوروبوچکا چمتو دی د پیسو په خاطر د هر روح قبر وکیندي. د نوزدریوف په کور کې یوازې سپي ښه ژوند لري، ځکه هغه خپل اولادونه شړلي دي. د مانیلوف روح په یوه ژور خوب ویده دی. يو څاڅکی اخلاق او نجابت په سوباکویچ کې مونده نه شي.


بې‌روحه ارواگانې د نولسمې پيړۍ په درېیمه لیسزه کې د روسيې انځور دی او د یوه عالي طنز د انځورونو گالري وړاندې کوي چې لوبغاړي يې په پیژندل شویو او مشهورو کسانو بدل شوي دي. بې‌روحه ارواگانې په روسي ادبیاتو کې یوه اغیزناکه او برجسته ښکارنده ده. دې شعر یو نوی بهیر رامنځته کړای شو چې وروسته انتقادي رئالیسم ونومول شو.

روسيه او راتلونکی یې


گوگول چې د موجود حالت څخه کومه سرټکونه او انتقاد لري، باورمن دی چې په راتلونکي کې به داسې ورځې راځې چې روسیه به د نورو ملتونو لپاره په یوه ایډیال هېواد بدلېږي. دا باور د هغه انرژۍ او خلاقیت څخه سرچینه اخلي چې د روس ملت په ژورو کې پټ دی او له گوگول پرته يې نور نه ويني. د هېواد انځور په دې شعر کې، د یو داسې تشخیص په توگه وړاندې شوی دی چې د روسیې د خلکو د ټولو ارزښتونو او ارمانونو مسیر پکې راغلی هغه ارمانونه چې ټولو خلکو غوښتل په حقيقت بدل شي. د ټولو ستاینو او تصویرونو هاخوا چې په دې اثر کې روښانه شوي دي، د روسیې تصویر په یوه بې‌سرحده مینې کښل شوی چې له خلاقیت ډک دا اثر يې خپلو خلکو او مامن ته ډالۍ کوي‌.

د ټولنیزې غلامۍ پر وړاندې


په دې اثر کې، گوگول د هغو کسانو څیرې بربنډې کړي دي چې ددوئ د هېواد د خلاقیت او نوښت قوتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي. هغه سختي قبلوي خو د ژوند عیشونه، اشرافي خویونه او نجیب‌زادگي ردوي. د مانیلوف، سوباکویچ، پلیوشکین او چیچیکوف په څیر کسان نشې کولی له لوړو انساني خویونو او عارفانه ارزښتونو سره جوړ راشي. گوگول هغوئ «بې‌روحه ارواگانې» نوموي، ځکه هغوئ د روسيې د پرمختگ په بهیر کې ژوند کوي، گټه ترې اخلي خو هغه څه چې د روسيې لپاره ارزښ منځته راوړي او د ژوند د ښه والي لامل يې گرځي له منځه وړي او د روسیې خلک ویرانۍ او ویجاړۍ ته کاږي.

گوگول د ژوند جوړونې ټول هغه قوتونه چې د هېواد او خلکو په ‌ژورو کې پټ وجود لري احساسوي. لیکوال د لویې روسيې انځورولو ته دانگي چې یو بېساري قهرمانانه اينرژي لري. په دې اثر کې له شیطان او ټولنیز فساد څخه انتقاد کېږي، گوگول د خلکو ټولیز اعتراض د فیوډال سسټم پر وړاندې غبرگوي. دا هغه څه ول چې د غلامانو د ساتونکو، غلو او ډارنو حاکمانو او وینه زبېښونکو پر وړاندې د انتقادونو د یوه بنسټ په توگه یې وده وکړل.

روزنه
د کیسې اتل خپل زوی ته چې ښوونځی ته ځي ناوړه نصحیت کوي او پر هغه دومره ډېر اغیز ښندي چې برخلیک یې ټاکي. چیچیکوف ته، د بې‌روحه ارواگانو د کیسې اتل ته؛ تر ټولو مهم څه، پیسې دي او هغه ټول ژوند د همدې پيسو د راټولو او ساتلو لپاره وقف کړی وو. د پلار د نصحیتونو پر تعقیب یې چې «یوه سِکه لا هم ساته»،

چیچيکوف پر ټولو انساني ارزښتونو او اخلاقیاتو پښې ږدي او د داسې شرایطو سره همرنگه کیږي چې یوازې هغه شیان ليدلی شي چې پلار یې ورته ویلي دي «هر څه په پیسو کېږي». د چیچکوف ټول ژوند د پیسو، جایداد او شتمنۍ پر را ټولو تیریږي او تل په دې هڅه کې دی چې بډای او مالداره شي. هغه یو حرفوي بدبین، ریاکاره، حیله گر، درواغجن او فریبکاره دی. ټولو لاسته راوړنو کې د خپل پلار پوروړی دی.

بې‌روحه ارواگانې او افغاني ټولنه


د یوه لوستوال په توگه باید د نيکولای گوگول څخه منندوی واوسم چې د وحشتناکو ښکارچیانو څیرې یې را بربنډې کړي دي او د هغو له مخونو څخه یې نقابونه لیري کړي دي، د هغو کسانو چې د ژوند دلیل ورته یوازې پیسې، ثروت او جایداد ټولول دي او په ټولنه کې د خپل موقف د لیدلو لپاره يوازې په پیسو باندې باور لري. او تر دې جالب ټکی زما لپاره دا دی چې ددې کيسې تصوير زموږ د ټولنې له شرايطو سره ډېر ورته والی لري. دلته د چیچيکوف د ملگرو (مانیلوف، کوروبوچکا، پلیوشکین، سوباکویچ او نوزدریوف) کرکټرونه کټ مټ د (طالبانو، مجاهدينو، دولتي فاسدو چارواکو، قومي ټيکه‌دارانو او محتکرو سوداگرو) په څير دي چې د افغاني ټولنې نظم او کلتوري زيربنا يې دړې وړې کړې ده، د معنوي و مادي توليد سرچينې يې په ناانډوله توگه قبضه کړې دي، د خلکو وينې زبيښي او له بدمرغه خپلو اولادونو و راتلونکو نسلونو ته هم همدا روزنه ورکوي.

بنګلور، هند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب