جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه هند کې په یوه ورځ په کورونا وایرس د اخته شویو...

په هند کې په یوه ورځ په کورونا وایرس د اخته شویو شمېر تر ۴ لکو واوښت

تاند(شنبه، د ثور۱۱) هند د شنبې په ورځ د کورونا وایرس تر ۴ لکه ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې چې دا یو نوی ریکارډ دی.

په داسې حال کې چې هند د کورونا ضد پراخ واکسیناسیون پیل کړی، نن یې ۴ لکه ۱۹۹۳ نوې پېښې ثبت کړې.

دا لومړی ځل دی چې په هند کې د کورونا مثبتې پېښې په یوه ورځ تر څلور لکو اوړي. تر دې وړاندې لس ورځې سر په سر هند د ورځې ۳ لکه مثبتې پېښې ثبتولې.

د هندي چارواکو په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا وایرس د مړینو شمېر هم ۳ زره ۵۲۳ تنو ته لوړ شوی دی چې ورسره په هند کې له دې وبا د مړو شویو کسانو شمېر ۲ لکه ۱۱ زره ۸۵۳ تنو ته ورسېد.

په همدې منځ کې د هند په ځینو ایالتونو کې د واکسین د کموالي شکایتونه شوي. په ګڼو روغتونو کې اکسیجن نه موندل کېږي.

د هند حکومت غواړي چې ۶۰۰ ملیون وګړو ته واکسین ورکړي خو د واکسین له کموالي سره مخامخ دی. هند په نړۍ کې تر بل هر هیواد ډېر کوروناضد واکسین جوړوي. د روان کال په پیل کې یې له افغانستان سره مرسته هم وکړه خو په مارچ میاشت کې یې نورو هیوادونو ته د کورونا ضد واکسین صادرات ودرول.

دا هیواد ۱۳ سوه ملیون نفوس لری.

په همدې منځ کې د هند په یوه روغتون کې د اورلګېدو له کبله د کورونا ۱۶ ناروغان مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب