جمعه, مې 3, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۸) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۸) |لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی  لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

اتمه برخه

لومړۍ برخه

هومو ساپیینس«ننی عاقل انسان» نړۍ نیسي

دا کوم شی دی چې انسان له نورو ژویو بیلوي؟

انسان څه ډول ځمکه د ځان کړه؟

ایا هومو ساپیینس یا ننی ځیرک انسان د ژوند کولو یوه پرمختللې روده ګڼل کیږي که یو بدمعاش او سرکشه مخلوق؟

۲

انټروپوسِن

که انسان له نورو حیواناتو سره پرتله کوو نو ګورو چې انسان له ډیر وخت راهیسې پر خدای بدل شوی دی. موږ نه غواړو په دې هکله ژور او دقیق فکر وکړو ځکه چې موږ نه عادل او نه هم مهربانه خدایان وو. کله چې تاسو د نیشنل جیوګرافیک کوم پروګرام او یا د ډیزني فلم ګورئ او یا هم کومه افسانه لولئ نو داسې احساس کوئ چې د نړۍ ډیره برخه له زمریانو، لېوانو، او پړانګانو ډکه ده چې له موږ انسانانو سره په یوه برابر جنګ کې مبارزه کوي. زمری باچا «سیمبا» په ځنګله کې پر نورو حیواناتو باچایي کوي، د سرې خولۍ کوچنۍ نجلۍ هڅه کوي د یوه غټ او بدرنګه لیوه له شره ځان خلاص کړي، او کوچنی «ماوګلی» له یوه لوي پړانګ شیري خان سره مبارزه کوي. په حقیقت کې دغه حیوانات نور نه شته. زموږ ټلویزونونه، کتابونه، خیالونه او د خوبونو خپسکې لا هم له دغو حیواناتو ډکې دي خو پر ځمکه ډیری په ختمېدا دي. په ټول کې نړۍ له موږ او زموږ له اهلي شویو حیواناتو ډکه ده. نن سبا په جرمني کې څو دانې لیوان شتون لري هغه جرمني چې د ګریم وروڼوو، د سرې خولۍ کوچنۍ نجلۍ او وحشي او بدرنګه لیوان پکې اوسېدل. ښایي له سلو دانو وانه وړي. «زیاتره پکې پولندي لیوان دي چې په وروستیو کلونو کې له سرحده اوښتي دي». برعکس د جرمنیانو په کورونو کې کابو پنځه میلیون کورني سپي ژوند کوي. په ټولې نړۍ کې ټول ټال دوه لکه وحشي لیوان شته دي. خو په ټوله نړۍ کې ترڅلورسوه میلیون ډیرکورني سپیان موجود دي.۱ نړۍ حاضردمه څلویښت زره زمریان او شپږسوه میلیونه کورنۍ پیشوګانې لري.د نهه لکه افریقايي وحشي مېښو په وړاندې یونیم میلیارډه کورنۍ غواګانې موجودې دي. پنځوس میلیونه پینګوین او شل میلیارډه چرګان په نړۍ کې ژوند کوي.۲ له دې سره سره چې د ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره هلې ځلې روانې دي له ۱۹۷۰ کاله تر اوسه وحشي حیوانات نیمايي ته راکم شوي دي.«تر ۱۹۷۰ کاله پورې هم مخ په زیاتیدا نه وو». ۳ په ۱۹۸۰ کال کې په ټولې اروپا کې دوه میلیارډه وحشي مرغان موجود وو. په۲۰۰۹ کال کې ېې شمېره یوازې یو اعشاریه شپږ میلیارډو ته ورسیده. په همدې کال کې  ټولو اروپا یانو یو اعشاریه نهه میلیارډه چرګان د هګیو او غوښو په خاطر مصرف کړي دي.۴ نن سبا په ټوله نړۍ کې نوي سلنه لوي ژوي «لوي ژوي هغو ژویو ته ویل کیږي چې له څوکيلو زیات وزن لري» یا انسانان دي او یا اهلي حیوانات. څیړاند د ځمکې تاریخ په دریو پړاوونو ویشي: پلایستوسین «Pleistocene»، پلیوسین Pliocene » او میوسین« Miocen» اوس موږ په رسمي توګه د هولوسین « Holocene» په دوره کې یو خو دا به غوره وي چې وروستي اویازره کلونه د انټروپوسِن «antropoce» یا «د انسان او بشریت» پړاو وبولو. د وروستیو زریزو په اوږدو کې یوازې زیرک انسان یا هومیوساپیینس د چاپریال د بدلون مهم عامل دی.۵

 دغسې یو بدلون کله هم پخوا نه دی لیدل شوی.  کابو څلور میلیارډ‌ کاله وړاندې د ژوند له پیلېدا راهیسې کله هم یوه ژوي یا د ژویو کومې کورنۍ په یوازې سرد نړۍ په سویه ژواک چاپیریال دومره نه دی بدل کړی. که څه هم د ژواک چاپریال په برخه کې انقلابونه رامنځته شوي او د یوه ډول حیوان یو نسل ممکن بیخي له منځه تللی وي. خو د دغو بدلونونو عامل یو ډول ژوی لکه  یو ډول چرمي شاپرک او یا فنګس او پوڅَکۍ نه ؤ. د دغو ژورو بدلونونو عامل لويې طبیعي پیښې دي. د مثال په توګه د موسم بدلېدا، د ځمکې ښویېدا ، اورشیندی او اسماني ډبرې هغه عوامل دي چې ممکن پر ژواک چاپیریال ژور اغیز لري.

 ځینې ویریږي چې بشریت ممکن د اورشیندي او یا اسماني ډبرو په شان له ګواښونو سره مخامخ شي. د هاليووډ پروډیوسرانو له دې وېرې په میلیاردونو ډالره ګټلي دي. خو په حقیقت کې دغسې یو خطر ډیر لږ دی. لوېې ورانۍ او بدلونونه په حقیقت کې د میلیونونو کلونو په واټن کې رامنځته کیږي. هو ممکن په راتلونکو سلو میلیون کلونو کې یوه اسماني ډبره پر ځمکه ولګېږي خو ډیر لږ امکان شته چې دغه ډبره دې راتلونکې سه شنبې ځمکې ته ورسېږي. خو تر دې وړاندې چې له اسماني ډبرو وبېریږو باید له خپل ځانه  وډارشو. اوس هوموساپیینس یا ځیرک انسان د لوبې قوانین په خپله لیکلي دي. د بیزو له ذاته راټوکیدلی انسان په تیرو اویازره کلونو کې په افراطي توګه ژواک چاپریال بدل کړی دی او دغه کار ېې په یوازې سر کړی دی چې په تاریخ کې ېې ساری نه دی لیدل شوی. د اوسني انسان فعالیتونو د ځمکې په بدلون کې دومره اغیز درلودلی لکه پردغې خاورینې کُرې چې د کنګل کېدا بهیر اغیز کړی ؤ او یا د تیکټونیسک  یا د ځمکې د قشرونو حرکتونو کوم بدلون راوستی ؤ. د سلهاوو کلونو په اوږدو کې زموږ د فعالیتونو تاثیر ترهغو اسماني ډبرو زیات دی چې پنځه شپیته میلیون کاله مخکې ېې ډیناسورونه له منځه یوړل.

د نړۍ په سویه د لویو حیواناتو د بیولوجیکي حجم ډیاګرام

دغې اسماني ډبرې د بشپړتیا او تکامل درې ګوني پړاوونه بدل کړل خو هغه اساسي قوانین او اصول ېې بدل نه کړاي شول چې څلور میلیارډ کاله مخکې د لومړنیو ژویو له وخته رامنځته شوي وو.

په دغه اوږد مهال کې د نه بدلېدونکو قوانینو او اصولو په اساس ټولو ژویو که هغه وېروسونه دي او یا ډيناسورونه د پایداره طبیعي قوانینو په اساس وده کړې. دې ته له پامه پرته چې په بېلابېلو ژویو کې ژوند تر دې مخکې څه ډول ؤ خو په ټول کې د طبیعي انتخاب او د تکامل د قوانینو او ژواک چاپیریال په چوکاټ کې پرمخ تللی دی. ټول شیان ارګانیک ترکیبات لري که هغه یو کاکټوس دی یا نهنګ هر څه  یو شان ارګانیک مواد لري. اوس انسان په ځېرک ډیزاین سره غواړي دغه طبیعي انتخاب او قوانین بدل کړي اوهڅه کوي د ژوند بڼه له ارګانیک حالته په غیر ارګانیک حالت بدله کړي. یعني له طبیعي ژوندي حالته ېې وباسي او په ځیرک مصنوعي حالت ېې بدل کړي. که حتي موږ دغه راتلونکی لرلید څنګته کړو او یوازې تیرو اویازره کلونو ته ځغلنده کتنه وکړو دا څرګنیدیږي چې انترپوسن نړۍ په نوې بڼه بدله کړې ده. اسماني ډبرې، د ځمکې د قشرونو حرکت یا ټیکټونیک او د هوا بدلون په ټوله ځمکه پر ژویو اغیز درلودلی دی خو دغه اغیز په بیلا بیلو سیمو کې یو شان نه ؤ. زموږ خاورینه کُره هیڅکله یو شان ایکوسیستم یا د ژواک چاپریال سیستم نه دی درلودلی بلکه دا د بېلابېلو ایکوسیسټمونو یوه ټولګه ده چې په ازاده توګه له یو بل سره یوځاي شوي دي. کله چې د ځمکې ښویېدا  شمالي امریکا له جېنوبي امریکا سره یو ځاي کړه نو د جېنوبي امریکا ډیر هغه ژوی ېې له منځه یوړل چې د کانګرو ګانو په شان کڅوړې ېې درلودې. خو دغه حرکت د استرالیا په کانګروګانو هیڅ اغیز ونه کړ. کله چې شل زره کاله مخکې د کنګل زمانه خپل اوج ته ورسیده په فارس خلیج او د توکیو په خلیج کې  سمندري ژوی جیلي فیش له نوي موسم او اب وهوا سره ځان برابر کړ خو له دې چې د دغو دوو ډلو یا ګروپونو سمندري ژویو ترمنځ اړیکه نه وه نو د هوا بدلون ته ېې په بېلابېلو ډولونو غبرګون وښود او په مختلفو بڼو ېې وده وکړه.

خو هومیوساپیینس یا نني ځیرک انسان هغه سرحدونه مات کړل چې ژوي ېې په بېلابېلو ایکولوجیکو سیمو کې ایسار کړي وو. نو په انټروپوسین کې د لومړي ځل لپاره ځمکه په یوې ایکولوجیکه یا ژواک چاپریالي سیمې بدله شوه. داسې سیمه چې د یوې برخې بدلون پر بلې هم اغیز لري. استرالیا، اروپا، او امریکا لا هم بېلابېلې توپوګرافۍ او اب و هوا درلوده خو انسان  فاصلو او جیوګرافۍ ته له پامه پرته له ټولې نړۍ میکروارګانیزمونه سره یو ځاي کړل. دغه پروسه لومړی د لرګیو په بیړو سره پیل شوه او ورو ورو د پرېمانه الوتکو، د تېلو ټانکرونو او باري بیړیو په تګ راتګ سره ېې دوام وکړ. لر او بر ېې ټول ټاپوګان او لويې وچې سره ونښلولې. دا په دې مانا دی چې کله موږ غواړو د استرالیا په ژویو او ایکولوجیکي سیسټم پوه شو باید د اروپايي حیواناتو او امریکايي میکروبونو ایکولوجیکي حالت هم وڅیړل شي ځکه چې د سمندرونو او دښتو له لارې پر یو بل اغیز کوي. هغه پسونه، غنم، موږکان، او د انفلونزا ویرسونه چې انسان  په تیرو درې سوو کلونو کې له ځان سره استرالیا ته راوړي دي په دې هیواد کې تر میشتو کانګروګانو او کوالا«koalas» د استرالیا په ایکولوجیکي سیستم ډیر اغیز لري.

انټرپوسین د وروستیو سلیزو لپاره کومه نوې خبره نه ده، لا له وړاندې له زرګونو کلونو راهیسې کله چې د ډبرو له زمانې زموږ نیکونه د افریقا له جېنوبه د نړۍ څلورو کونجونو ته ولاړل په ټولو هغو لویو وچو او ټاپوګانو کې چې دوي میشت شول هلته ېې بوټي او میکروارګانیزمونه بدل کړل. دوي د انسانانو نور ټول ډولونه منقرضه او ختم کړل. په استرالیا کې ېې نوي سلنه لوي حیوانات، په امریکا کې ېې پنځه اویا سلنه تي لروونکي حیوانات، او د ټولې وچې پنځوس سلنه لوي تي لروونکي حیوانات ېې ختم کړل. دا ټول ېې تر هغه وړاندې ترسره کړي دي چې غنم وکري، لومړني وسپنیز وسایل جوړ کړي، لومړنی لیک ولیکي او یا لومړنۍ سکې چاپ کړي.۶

تر هر څه وړاندې لویو حیواناتو اغیز ومانه ځکه چې دغه حیوانات ډیر کم وو او په اوږد مهال کې ېې بڼه خپله کړې وه. د مثال په توګه موږ ماموت چې اوس ېې نسل منقرض شوی دی له سویانو سره چې لا هم شته دي پرتله کولی شو. د ماموت یوه ډله له سلګونو نه اوښته او په کال کې ېې له دو بچیانو ډیر نه شواي زیږولی. دا په داسې حال کې ده چې د انسانانو یوې ډلې په کال کې درې ماموتان ښکار کول. همدغه ښکار کافي ؤ چې د ماموت مړینه تر زیږیدا زیاته شي. ځکه خو له څو نسلونو وروسته ماموتان بیخي له منځه لاړل. دا په داسې حال کې ؤ چې د سویانو زیږیدنه ډله ییزه وه نو که انسان په سلګونو هم ښکار کول بیا ېې شمېره نه کمېدله. زموږ نیکونو دا پلان نه درلود چې د ماموت نسل دې ختم کړي خو دوي په دې نه پوهیدل چې د دوي د دغه اقدام نتیجه به څه وي. د ماموتانو او نورو لویو حیواناتو د انقراض پروسه د تکامل نظريې ته په پام سره ښایي ګړندۍ ترسره شوي وي خو د انسان د تکاملي پروسې په اساس دغه انقراض ورو ورو بشپړ شوی دی. انسان تر اویا یا اتیا کلونو ډیرعمرنه کاوه خو د انقراض پروسه په سلګونو کلونو کې بشپړه شوې ده.

لرغوني هومیوساپیینس یا ځیرک انسان دا وړتیا نه درلوده چې درک کړي په کال کې د دوو یا دریو ماموتانو ښکار دغه لوي حیوان منقرضه کوي. ممکن یو نوستالجیک بوډا ځلمکیانو ته په حسرت سره ویلي وي چې کله موږ ځوانان وو د ماموتانو شمېر تر اوسه ډیر زیات ؤ، په همدې ډول لويې غرڅې او ماستوډونتر تر اوسه ډیر ول. له بلې خوا د کورنۍ مشر تل  رښتیا ویل او ماشومانو به مشرانو ته درناوی کاوه.

د مار بچي

 د انسانپیژندنې «انټروپولوجیکې» او لرغونپیژندنې «ارکیولوجیکې» موندنې ښيي چې پخواني ښکاریان او د ریښو او بوټو ټولوونکي ښايي انیمیستان ؤ« انیمیست هغه کسان دي چې باور لري هرشی اروا لري: ژباړن». دوي باور درلود چې د انسان او نورو حیواناتو ترمنځ توپیر نه شته. دنیا او شاوخوا غرونه او درې په ټولو هغو پورې اړوندې دي چې هلته ژوند کوي ځکه خو باید ټولو د یوه قانون او تړون پیروي وکړی. دغسې یو تړون یا قانون د دې سبب کیږي چې ټولې موجودې خواوې له یو بل سره دوامداره اړیکې او معاملې ولري. خلکو به له ونو، بوټو، ډبرو او حیواناتو سره خبرې کولې هماغسې چې دوي له پیریانو، ارواوو او شیطانانو سره خبرې کولې. پر دغه مذاکراتو او کمیونیکیشن سربیره داسې ارزښتونه او نورمونه  ېې رامنځته کړي وو چې د انسانانو، پیلانو، بلوط ونې او ارواوې به ېې سره یو ځاي کولې.۷

دغه انیمیستیک لیدلوری اوس هم په ځینو سیمو کې ښکاریانو او نورو کروندګرو قبایلو ساتلی دی.  د هند د جېنوب په استوايي ځنګلونو کې د نایاکا قبیله یو له هغو قبیلو ده چې دغه باور ېې لا هم ساتلی دی. د «ډني ناوه» په نوم انسانپیژاند څو کاله د نایاکا پرقبیلې څېړنه کړې. نوموړی وايی کله چې د نایاکا یو کس ځنګله ته لاړ شي او هلته  له یو خطرناک حیوانات لکه زمري، مار، یا فیل سره مخامخ شي نو دغه سړی یا مېرمن ورته وايي: ته هم ځنګله کې اوسې او زه هم ځنګله کې اوسم، ته دلته راغلی یې چې یو څه وخورې او زه غواړم غله دانه ټوله کړم، زه د دې لپاره نه یم راغلی یا راغلې چې تا ته تاوان در ورسوم. یو وخت یو نر فیل د نایاکا د قبیلې یو کس په ځنګل کې وژلی ؤ. دوي دغه حیوان ته «فیل چې تل یوازې وي» نوم ورکړی ؤ. د نایاکا قبیلې له حکومتي ځنګل ساتوونکو سره مرسته ونه کړه چې دغه فیل ونیسي. د قبیلې خلکو ناوه ته ویلي ؤ چې دغه فیل له بل فیل سره یوځاي ګرځیده. یوه ورځ د ځنګل ساتونکو دغه فیل ونیوو او له دې  وروسته « فیل چې تل یوازې وي» په قهر شو او تاوتریخوالي ته ېې مخه کړه. خلکو ده ته وویل که ستاسو میرمن یا پارټنره له تا واخیستل شي څه احساس به ولرې؟

دغه فیل هم همدغسې یواحساس درلود. دوي ویل چې دغه دوه فیلان به تل د ورځې یو ځاي وو او چې ماښام به شو هر یو به په خپلې لار لاړ. خو په بله ورځ به دوي تل سره یوځاي شول. دغه یوازې فیل یوه ورځ ولیدل چې ملګری ېې مړ شوی دی او پر ځمکه پروت دی. خلکو ویل کله چې یوه جوړه تل یوځاي وي او یوه ورځ یو پکې وویشتل شي نوها بل به څه احساس لري؟۸

د یوه انیمیست دغسې چال چلند ښايي د پرمختللې او مډرنې ټولنې د ډېرو کسانو لپاره د منلو نه وي. موږ اکثره انسانان نورو حیواناتو ته په اتوماتیکه توګه بیخي په بله سترګه ګورو او تر انسانه ېې تل ټیټ بولو. دا ځکه چې حتي زموږ ډیر پخواني دودونه د ښکاري او ریښو او بوتو ټولوونکې«Hunter-gatherer» ټولنې له ختمیدا په زرګونو کاله وروسته رامنځته شوي دي. د مثال په توګه وروستی وصیتلیک تر میلاده زرکاله مخکې لیکل شوی دی او هغه تاریخونه چې تر یو حده واقعیتونه راښيي ترمیلاده دوه زره کاله مخکې دي. په منځني ختیځ کې د ښکاریانو زمانه کابو اووه زره کاله مخکې له منځه تللې ده. ځکه خو دا به د حیرانۍ خبره نه وي چې بایبل پر روح باور یا انیمیزم رد کړی دی. پر اروا باور او د انیمیزم داستانونه یوازې د سپیڅلي کتاب بایبل په لومړیو کې هغه هم د جدي اخطارونو په توګه څرګندیږي. بایبل لوي او پنډ کتاب دی چې ډیرې کیسې اومعجزې لري. خو یوازې یوځاي لولو چې یو مار له انسان سره خبرې کوي. او مار حوا ته وسوسه پیدا کوي چې هغه میوه وخوري چې بندیز پرې لګیدلی دی « د بایبل خر یا د بلعام خر هم څو کلمې خبرې کوي خو دغه خر یوازې بلعام ته د خداي پیغام را رسوي».

ادم او حوا په جېنت کې د خوړو لټوونکو او یا بوټو او ریښو د تولونکو «gathere» په توګه ژوند کوي. له جېنته د ادم او حوا ایستل د کرهڼې انقلاب ته ورته ښکارنده ده. خداي ادم ته غوصه شو او د دې په ځاي چې په جېنت کې وحشي میوې او دانې راټولې کړي هغه ته دا سزا ورکوي چې د خپل تندي له خولو ځانته رزق پیدا کړي. دا ښايي یو تصادف نه وي چې د بایبل حیوانات د کرکېلې له زمانې مخکې له انسان سره خبرې کوي. بایبل له دغو کیسو څه رازده کوي؟ هو!  دا را زده کوي چې باید د مار خبرو ته غوږ ونه نیسې، او دا غوره ده چې له حیواناتو او نباتاتو سره خبرې ونه کړې ځکه چې ناوړه پایلې لري. خو د بایبل یا انجیل کیسې ژورې او پخوانۍ ماناوې هم لري. په  ډېرو سامي ژبو«Semitic languages» کې د حوا مانا مار لیکل شوی دی حتي  ډیر ځله مونث مار یاد شوی دی. په انجیل یا بایبل کې زموږ د لوېې مور نوم یو لرغونی انیمیستیک نوم دی او له ځان سره یوه افسانه لري. دلته مار دښمن نه دی بلکه زموږ نیکونه دي.۹  په ډېرو انیمیستیکو یا پر اروا باوري کلتورونو کې دا خبره کیږي چې د انسان ریشه له حیواناتو، مارانو اوخزندګانو څخه ده. د استرالیا ډېرو لرغونو اوسیدونکو باور درلود چې د بوډۍ ټال په نامه مار دغه نړۍ پنځولې ده.

د ارینډا او ډیېره  ولسونو به ویل دوي د سوسمار او نورو مارانو له ذاته دي چې وروسته  په انسانانو بدل شوي دي.۱۰ په حقیقت کې مډرن لودیځ انسان هم باوري دی چې انسان د خزندګانو له ذاته دی. دوي هم وايي د انسان مازغه د یوې خزندې د ماغزو په چورلیز جوړ شوي دي او د انسان بدن په حقیقت کې د یوې خزندې اوښتې شوې بڼه ده.

۱۲. د واټیکان په سیسټین کلیسا «Sistine Chapel» کې  له لاسه ورکړي جېنت تابلو یو مار ښيي چې د بدن پورتنۍ برخه ېې د انسان بڼه لري. دغه تابلو له جېنته د وتلو پیښه بند په بند نندارې ته وړاندې کوي. د تورات د لومړي کتاب«Exodus»په دو لومړنیو څپرکو کې ډیر د خداي مونولوګ «د یوکس خبرې» غالبې دي ډیر ځله ویل شوي دي (او خداي وویل …. او خداي وویل … اوخداي وویل) خو په دریم څپرکي کې بالآخره موږ یو ډیالوګ ګورو چې د حوا او مار ترمنځ دی.(او مار ښځې ته وویل… او ښځې مار ته وویل). دغه خاص ډیالوګ د انسان په ځوړتیا او له جېنته د انسان په ایستلو ختمېږي.

د تورات د لومړي کتاب لیکوالان په دې ډول د انیمیسټیک باور وروستي پاتې شوني د حوا په نوم خوندي کړي دي. لیکوالان هڅه کوي نور ټول پلونه ختم کړي. د تورات په لومړي کتاب کې راغلي دي چې انسان د مار له ذاته نه دی خو خداي له بې روحه شیانو جوړ کړی دی. مار زموږ له پلرني خپلوانو نه دی: (هغه موږ ته سودا را اچوي چې د خپل اسماني پلار په وړاندې بغاوت وکړو). انیمیسټانو انسان ته د یوه عادي او نورمال انسان په سترګه کتل خو بایبل برعکس ادعا کوي چې انسان په ځانګړي ډول جوړ شوی دی او ټولې هغه هڅې چې غواړي وښيي انسان د نورو حیواناتو له نسله دی د خداي له توان او قدرته سترګې پټول دي. خو وروسته مډرن انسان دا وموندله چې انسان د خزندګانو بدله شوې بڼه ده. دوي په حقیقت کې د خداي په وړاندې بغاوت وکړ او د خداي له اوامرو ېې سرغړونه وکړه او د خداي شتون ېې ونه مانه.

د نیکونو اړتیاوې

بایبل او د انسان پر ځانګړی خلقت د دغه سپیڅلي کتاب ټینګار د کرهڼې د انقلاب یو ضمني محصول ګڼلی شو چې د انسان او حیوان ترمنځ ېې د اړیکو نوی څپرکی پرانیست. کرهڼزې زمانې او انقلاب د انقراض او له منځه وړلو نوې څپه رامنځته کړه، په حقیقت کې ېې پر ځمکه د ژوند کولو نوې روده پیل کړه:  دا د حیواناتو د اهلي کولو څپه وه. په لومړي سر کې دغه پرمختګ ډیر مهم نه ؤ ځکه چې انسان وکړاي شول یوازې شل ډوله حیوانات او مرغان اهلي کړي او په زرګونه نور ډولونه لا وحشي پاتې وو. له څو سوو کلونو وروسته د ژوند دغه روده حاکمه شوه. نن سبا څه د پاسه نوي سلنه لوي حیوانات اهلي شوی دي. له بده مرغه د دې ډله ییزې او بریالۍ اهلي کیدا بیه یوازې حیوانات ورکوي. ځکه هر حیوان په تنګو ځایونو کې او په ډېرو ناوړه شرایطو کې پالل کیږي. حیواناتو په تیرو میلیونونو کلونو کې ډیر کړاو او رنځ ګاللی دی خو د کرهڼیز انقلاب او کرهڼې ته د انسان له پام کولو وروسته حالات پر حیواناتو نور هم تنګ شوي دي. په لومړي نظر سړی داسې فکر کوي چې اهلي شوي حیوانات له خپلو وحشي نیکونو او اناګانو په ښو شرایطو کې دي. وحشی خنځیران ټوله ورځ د خوړ، څښاک اوپناهځاي په لټه کې وي. د زمریانو، میکروبونو او سیلابونو ویره تل ورسره وي خو اهلي شوي خنځیران بر عکس له انسانه خوراک، څښاک او پناهځای ترلاسه کوي. همداراز د دوي ناروغۍ معالجه کوي اوله وحشي حیواناتو او ناروغیو ېې ساتي. ژر یا وروسته به قصابۍ ته وړل کیږي خو ایا دغه چاره د دوی قسمت له وحشي خنځیرانو خوار کړی دی؟ ایا دا به غوره نه وي چې د یوه زمري په ځاي ېې یو انسان قصابي کړي؟ ایا د کوروکوډایل غاښونه د قصاب تر چړې تیره دي؟ دا چې د اهلي حیواناتو قسمت خراب دی په دې نه دی چې څنګه قصابي کیږي او په څه ډول وژل کیږي خو تر دې مهمه دا ده چې دوي څنګه ژوند کوي. له لرغونې زمانې تر اوسه پورې دو متضادو فکتورونو د اهلي حیواناتو ژوند ته بڼه ورکړې. یو د انسانانو هیله او نفس او بل د حیواناتو اړتیا ده. انسان د خنځيرانو غوښې ته اړتیا لري انسان له غوښې پرته ژوند نه شي کولی نو باید هڅه وکړي چې خنځيریا بل څاروی د تل  لپاره ژوندی وساتي او استفاده ترې وکړي او باید ښه چاغ او غوښن هم وي. که یو مالدار خپل مالونه او خنځيران ښه ونه ساتي نو ژر به له منځه لاړ شي او په نتیجه کې ېې مالدار هم له لوږې مري. په دې پالنه کې له بده مرغه انسان پر حیواناتو سخت ظلمونه هم کوي تر څو غوښن شي او ژوندي پاتې شي. اهلي حیواناتو له خپلو وحشي پلرونو او نیکونو ځینې احساسي، فزیکي، او ټولنیزې اړتیاوې په ارث وړي دي. دا هغه اړتیاوې دي چې په یوې کروندې کې نه شي ترلاسه کیداي. کروندګر او مالداران دغه اړتیاوې له پامه غورځوي بې له دې چې له قانوني پلوه کومه جریمه ورکړي. دوي حیوانات په وړوکي قفس کې بند ساتي، د څارویو ښکر او لکۍ ورغوڅوی، ډیر ځله بچیان له میندو بیلوي او یا غورچاڼ پکې کوي. په دې ډول حیوانات ستونزې ګالي خو ژوندي پاتېږي او نسل ېې دوام کوي. ایا دغه کار د طبیعیت له اساسي اصولو سره په ټکر کې نه دی. د ډاروین د تکامل تیوري وايي چې ټول غرایز، احساسات، او خواهشات د بقا او د نسل د زیاتیدا لپاره اړین دي نو اوس چې د اهلي حیواناتو نسل دوام لري نو ایا د نسل بقا په دې مانا دی چې د دوي ټول خواهشات، احساسات او غرایز په نظر کې نیول شوي دي؟ دا څنګه امکان لري چې یو خوک دې یوه «اړتیا» ولري او له دې اړتیا پرته دې ژوندی پاتې شي او نسل دې زیات کړي؟ دې کې شک نه شته چې د تکامل د تیورۍ په اساس ټول خواهشات، غرایز او احساسات د دې لپاره رامنځته شوي دي چې د یوه ژوي بقا تضمین کړي او دغه شیان د بقا لپاره ضروري دي. خو که ناڅاپه دغه اړتیاوې نه وي نو احساسات، غرایز او خواهشات به ختم  نه شي. لږ تر لږه په لنډ وخت کې له منځه نه ځي. دغه غرایز، توقعات او احساسات د یوه حیوان باطني احساسات جوړوي حتي که د بقا او د نسل د تولید لپاره اړین هم نه وي. کرهڼې ډیر ژر د طبیعي انتخاب اړتیاوې د انسانانو او حیواناتو لپاره بدلې کړې خو د هغوي فزیکي، عاطفي او ټولنیزې انګیزې ېې بدلې نه کړې. د تکامل پروسه کله هم نه درېږي او د کرهڼې له پیدا کېدا وروسته په دې دوولس زره کلونو کې انسانان او حیوانات بدل شوي دي. د مثال په توګه په لودیځ او د اسیا په لودیځه برخه کې انسان د غوا د شیدو د هضمولو وړتیا پيدا کړه په داسې حال کې چې غواګانو زده کړل چې له انسانه ونه ویریږي او نن سبا غواګانې تر خپلو پخوانیو نسلونو ډیرې شیدې ورکوي. خو دا ټول سطحي بدلونونه دي. د انسانانو، غواګانو او خنځيرانو ژور، احساسي او عاطفي جوړښتونه د ډبرو له زمانې ډیر نه دي بدل شوي دي.

ولې موډرن انسان د خوږو د خوړلو شوقي دی؟ دا د دې لپاره نه ده چې موږ په دې یوویشتمې پیړۍ کې په چاکلیټو او ایسکریمونو ژوند کوو. انسان د دې لپاره خواږه خوري چې د ډبرو په زمانه کې زموږ نیکونو ته به چې کله د شاتو او میوو په شان خواږه شیان په لاس ورغلل نو مجبوره به وو چې ژر ژر او څومره چې ېې وس وي وېې خوري. ولې ځلمکیان موټر په بې پروایۍ چلوي، تاوتریخوالي ته مخه کوي او یا مهمې او لوېې  انټرنټي پاڼې هک کوي؟ دا هغه جنټیکي فرمانونه دي چې زموږ نیکونو راته پریښي دي خو اوس ترې استفاده نه کیږي. دغه کارونه نن سبا بې مانا او ناسم دي خو د تکامل د نظرې په اساس کابو اویا زره کاله پخوا دغه چارې اړینې وې. یوځوان ښکاري د یوه ماموت ښکارد خپل ژوند په بیه کاوه تر څو له خپلو سیالانو مخکې شي او د سیمې ترټولو ښکلې هم د ځان کړي. دغه جېن له نیکونو ترموږ را رسیدلی دی.۱۱

 د تکامل دغه تیوري په حیواناتو هم عملي شوې ده او پر خنځیرانو، او د هغو پر بچیانو هم د تکامل د تیورۍ دغه اغیز شته خو هغوي په کروندو کې د انسان په ولکه کې دي. د تیرو زمانو وحشي خنځیران به په وحشي طبیعیت کې د بقا او د نسل د تولید لپاره مجبوره ول له خپلو شاوخوا پراخو سیمو سره بلد شي او د نورو داړونکو حیواناتو له خطره ځان وساتي. پر دې سربیره دوي مجبوره ول له نورو وحشي خنځیرانو سره اړیکی ولري چې یوه ډله جوړه کړي. د دغې ډلې مشري به د یوې تجربه کارې زړې میرمنې «matriarch» له لورې کیده. په دې ډول د تکامل جبر وحشي خوګان او وحشي سخوندران په کنجکاوه، ځیرک او ټولنیز حیواناتو بدل کړل چې شاوخوا به ګرځیدل، لوبې به ېې کولې او سیمه به ېې څارله.

 یو وحشي خنځیر به چې په ډیر لږموټیشن یا بدلون سره وزیږيد او د چاپریال او نورو خنځیرانو په وړاندې به بې پروا ؤ نو ډیر لږ چانس به ېې درلود چې ژوندی پاتې شي او وده وکړي.

د وحشي خوګانو لمسي یعني نني اهلي خوګان خپل ذکاوت، کنجکاوي، او ټولنیزې وړتیاوې له خپلو نیکونو په میراث اخیستي دي.۱۲ د وحشي خوګانو په شان اهلي خوګان هم له یو ډول صوتي او د بوي کولو له سیګنالونو کار اخلي. مونث خنځیران په ځانګړو نارو سره خپل بچیان پيژني او نوي زیږیدلي خنځیران د خپلې مور غږ ښه پيژني.۱۳

 د پنسلوانیا د پوهنتون یوڅیړاند پروفیسور سټنلي کورټیس د هاملټ او املټ په نامه دوه خنځیران وروزل چې یو کوچني هرم په خپلې پوزې کنټرول کړي او دې نتیجې ته ورسید چې ساده کمپیوټري لوبې هم کولی شي.۱۴ خو نن سبا زیاتره خنځیران چې په مالداریو کې بندیان دي کمپیوټري لوبې نه کوي. دوي د خپلو مالکانو له لوري په تنګو  وسپنیزو قفسونو کې بندیان کیږي چې خپل نسل زیات کړي. دغه قفسونه دوه متره اوږده او شپیته سانټي مټره پلن دي، ځمکه ېې له سمنټو او دیوالونه ېې وسپنیزې میلې دي او د نسل ګیرۍ لپاره ځانګړي شوي دي. د باردارۍ لپاره ځانګړي شوي دغه خوګان حتي په دغه قفس کې ښوریداي نه شي، ګرځیدل خو بیله خبره ده. دغه خنځیران له درې نیمو میاشتو وروسته چې نسل ګیري ېې وشوه لویو قفسونو ته لیږدول کیږي چې هلته خپل بچیان وزیږوي او پالنه ېې وکړي. په طبیعي توګه نوی زیږیدلی خنځیر باید لس یا دولس اونۍ له خپلې موره شیدې وروي خو په  صنعتي مالدرایو کې ېې له دو یا څلورو اونیو وروسته د مور له شیدو بیلوي تر څو د غوښې لپاره ېې مسلخ ته انتقال کړي. میندې سمدستي وروسته د بل بچي د زیږولو تابیا نیسي په دې ډول دغه دوره بېرته تکراریږي. یو مونث خنځیره دغسې پنځه یا لس دورې تیروي په پاي کې په خپله هم قصابي ته ځي. په وروستیو کلونو کې دغسې رودې په اروپا  او د امریکا په ځینو ایالتونو کې منع شوي خو لا هم په ډېرو هیوادونو کې کارول کیږي او په لسګونه میلیونه مونث خوګان خپل کابو ټول عمر د نسل ګیرۍ لپاره په دغسې قفسونو کې تیروي.

کروندګر او مالداران د ښځینه خوګانو ټولې اړتیاوې پوره کوي چې ژوندي پاتې شي او بچي راوړي. هغه کافي ډوډۍ ترلاسه کوي، د ناروغیو په وړاندې واکسین کیږي، له باد او بارانه ساتل کیږي، او په مصنوعي توګه بلاربه کیږي. یوه ښځینه خنځیره نور ظاهرن د چاپریال لټه نه کوي، له نورو خنځیرانو سره ټولنیز ژوند نه لري، له خپلو بچیانو سره عاطفي اړیکه نه لري، او ګرځیداي هم نه شي خو له ذهني او باطني پلوه لا هم د دغو ټولو اړتیاوو پوره کولو ته سخته ګروهنه لري او که دغه اړتیاوې ېې پوره نه شي سخت کړیږي. د نسل ګیرۍ په مخصوص قفس کې ښځینه خوګ د نهیلۍ او بیچارګۍ سخت احساس لري. ۱۵

له رواني پلوه د تکامل د تیورۍ  اساسات په دې ډول دي:

یوه اړتیا په زرګونو نسلونو کې بڼه خپلوي او دغه اړتیا لا هم په یوه حیوان کې موجود وي او احساسوي ېې. حتي که د دې اړتیا شتون د ژوندي پاتې کیدا او نسل ګیرۍ لپاره اړین هم نه وي خو د حیوان په احساس او ذهن کې پاتې وي. د کرهڼې انقلاب له بده مرغه انسان ته دغه وس او توان ورکړ چې د اهلي حیواناتو بقا او نسل ګیري تضمین کړي خو ورسره ېې د حیواناتو باطني او ذهني اړتیا له پامه وغورځوله.

۱۳. د نسل ګیرۍ په ځانګړو قفسونو کې خینځیرانې، دغه نسبتن ټولنیز او ځیرک مخلوق د خپل ژوند ډیره برخه په دغسې سخت حالت کې تیروي داسې ښکاري لکه وار له مخې چې ساندیچ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب