تاند ( شنبه، د ثور ۱۱مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لوګر ولایت کې د تېر ماښام پر موټر بم چاودنې خواشیني څرګنده کړې ده.
پښتین د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د وینې بهولو پر ځای دې د سولې لپاره سره راټول شي او جګړه ځپلي افغانان دې له روانو ناخوالو وژغوري.
پښتین زیاته کړې، چې افغان ولس له څو لسیزو راهیسي د جګړو له امله د ګڼو بدبختیو شاهد دی او د سولې ارمانجن وګړي یې باید نور دغه ارمان ته ورسېږي.
منظور پښتین ویلي، دوی په لر او بر کې د سولې غوښتونکي دي او د ډیورنډ دواړو غاړو ته د مېشتو افغانانو د سوله ییز ژوند لپاره به په ګډه پیل کړې مبارزې ته دوام ورکوي.
پښتین د ټولو وژل شویو کورنیو ته د تسلیت او ټپيانو ته د بیړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د لوګر په مرکز پل عالم کې موټربم چاودنې ۳۰ تنه ووژل او تر ۶۰ ډېر یې ټپيان کړل.
یاد برید د درانه ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته سخت مالي زیانونه هم واړول.
بل لورته په کابل کې د فرانسې سفارت هم لوګر کې د تېرې شپې موټر بم برید غندلی.
یاد سفارت وايي، د افغانستان خلک سوله غواړي او شته بې معنی تاوتریخوالی باید نور پای ومومي.