چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد‌ م.م‌ انديښنه، افغانستان کې د غنمو کښت ۷۱ سلنه کم شوی

د‌ م.م‌ انديښنه، افغانستان کې د غنمو کښت ۷۱ سلنه کم شوی

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴ مه) ملګرو ملتونو په افغانستان کې د غنمو د کښت د کموالي په اړه تازه سروې کړې او ويلي، چې د‌ دغه فصل د کښت په کموالي انديښمن دي.

 د دغه نړيوال سازمان د خوړو او کرنې ادارې (فائو) په خپله تازه څېړنه کې ويلي، چې دا کار د افغانستان د غذايي امنيت لپاره منفي پايلې لري.

  په دې راپور کې راغلي:« سږ کال افغان کروندګرو د پخوا په نسبت ۷۱ سلنه لږ غنم کرلي.»

سرچينه زياتوي، چې د کرل شويو فصلونو یوه برخه یې هم کرنيزو ناروغيو، وچکالۍ او سېلابونو ځپلې ده.

د راپور له مخې، ۷۹ سلنه کروندګر د‌ خپلو کرلو فصلونو د حاصلاتو څرنګوالي ته انديښمن دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ويلي، چې د دغه راپور په جوړولو ېې د مارچ له ۱۲ مې د اپریل تر ۴ مې يې په ۲۵ ولايتونو کې له نیږدې ۶ زره افغان کورنيو سره خبرې کړي دي.

په راپور کې بادغيس، بامیان، دايکندي، نيمروز، پکتيکا او میدان وردګو هغه ولایتونه ګڼل شوي، چې د غنمو او خوراکي توکيو وضعیت پکې ډېر خراب دی.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب