جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله طالبانو سره له تعامل پرته په افغانستان کې ثبات ناممکن دی

له طالبانو سره له تعامل پرته په افغانستان کې ثبات ناممکن دی

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې د استازي مرستیالې وویل، په افغانستان کې د تلپاته سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لار دا ده چې له طالبانو سره تعامل وشي.

انا اوستیکنیوا، چې تېر ماښام (چهارشنبې) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وینا کوله، همداراز وویل، کله چې طالبان واک ته ورسیدل افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ و، خو د لوېدیځوالو د اټکلونو، بدبینیو او تمو خلاف په دغه هیواد کې کورنۍ جګړه پیل نه شوه.

دې زیاته کړه، په نړیوالو مرستو له ۲۰ کاله اتکا وروسته افغانستان د مالي کاختۍ او بې ساري یو اړخیزو بندیزونو له کبله د اقتصادي او انساني ناورین څو قدمۍ ته نژدې شو خو له دې سره سره د اټکلونو خلاف افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شو.

په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیالې ټینګار وکړ چې د افغانستان د قضیې د هواري لپاره د دغه هیواد د وضعیت د منصفانه ارزونې او عیني تحلیل پر اساس پر حقیقت ولاړ هیڅ متبادل نه شته.

له بلې خوا په م.م. کې د پاکستان استازي ادعا وکړه چې ټي ټي پي پرمختللې وسلې ترلاسه کړي او ۵۰ زره ځواکونه یې پرې سمبال کړي دي.

ده له امنیت شورا وغوښتل چې  د طالبانو له حکومت وغواړي چې له ټي ټي پي او هغو ډلو سره اړیکې وشلوي چې له ټي ټي پي سره تړاو لري

اکرم دا خبرې د چهارشنبې په ماښام د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب