جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اتریش د کورنیو چارو وزیر د رد شویو افغان کډوالو د...

د اتریش د کورنیو چارو وزیر د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د جوږت ۱۷ مه) د اتریش د کورنیو چارو وزیر په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، هغه افغان او سوري کډوال، چې د پناه غوښتنلیکونه یې منل شوي نه دي، باید خپلو هیوادونو ته وګرځول شي.

ګرهارد کارنر په عین حال کې وویل، په اروپايي هیوادونو کې د پناه تر ټولو ډېرې غوښتنې افغانانو او سوریه والو کړي دي.

ده زیاته کړه:«په اوسنیو شرایطو کې د اروپايي اتحادیې د قوانینو له کبله د چا د ایستلو هیڅ راز امکان نه شته، باید اجازه ولرو چې هغه کډوال چې د پناه غوښتنلیک یې رد کېږي، وایستلی شو.»

ښاغلي کارنر له نورو اروپايي هیوادونو وغوښتل چې په دې اړه چې د کډوالو د ایستلو لپاره د اروپايي اتحادیې په قوانینو کې نرمي راوستل شي، باید خبرې پیل شی.

د اروپايي اتحادیې د کډوالو د ادارې پر اساس په ۲۰۲۳ م کال کې د دې اتحادیې په غړیو هیوادونو کې یو میلیون او ۴۰۰ زره تنو د پناه غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې د معلوماتوله مخې، د افغانستان د ۲۰۲۱ د اګست له تحوله وروسته هره میاشت څه باندې ۱۱ زره افغانان د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته پناه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب