جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملایعقوب د قطر امیر سره لیدلي

ملایعقوب د قطر امیر سره لیدلي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) د طالبانو ددفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره کتلي دي.

د طالبانو د رژیم ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس یانې پخواني ټویټر لیکلي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا او بېلابېلو پرمختګونو په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

ملا یعقوب سره په دې لیدنه او د قطر په سفر کې، د هغه تر مشرۍ لاندې د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم ملګری دی.

تر دې مخکې هم ملا یعقوب قطر ته سفر کړی او چارواکو سره یې لیدنې کتنې لرلې دي.

د هغه د اوسني سفر یو مهم هدف، د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون کې ګډون ښودل شوی و.

ملا یعقوب د مخکیني سفر پر مهال له قطري چارواکو غوښتي وو، چې د دوی د ځواکونو د معاشونو او ملاتړ لپاره مرسته ورسره وکړي.

قطر په دې اړه څه نه وو ویلي.

د طالبانو د لوی درستیز قاري فطرت د معلوماتو له مخې، دوی اوس تر ۱۷۲ زرو کسانو پورې پوځیان لري او معاشونه ورته له خپلو داخلي عوایدو ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...