جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو ته د کابل د رژیم توند غبرګون؛ امنیت په نا...

ملګرو ملتونو ته د کابل د رژیم توند غبرګون؛ امنیت په نا امنۍ تعبیروي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) په کابل کې واکمن د طالبانو رژیم، د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه راپور ته توند غبرګون ښودلی، چې وایي د تېر کال د درېیو میلادي میاشتو په پرتله، د سږ کال په درېیو میلادي میاشتو کې د افغانستان امنیتي پېښې ۳۷ سلنه زیاتې شوې دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په یاد شوي راپور کې تر ډېره هغو نښتو ته اشاره شوې چې د طالبانو د ځواکونو او د نشه یي توکیو د قاچاقبرو تر منځ شوي دي.

طالبانو دا نښتې، خپلې لاسته راوړنې ګڼلي او ویلي: له دې څخه یې معلومولای شو چې د ملګرو ملتونو په نوم سازمان څه ډول زموږ د خلکو د ذهنیت په خرابولو اخته ده او امنیت په نا امنۍ تعبیروي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور نورو برخو ته اشاره نه ده کړې.

په یاد شوي راپور کې د داعش ډلې او د طالبانو پر ضد د ازادۍ جبهې په نوم د وسله والې ډلې د فعالیتونو یادونه هم شوې، چې د ملګرو ملتونو په وینا تر پخوا زیات شوي او د ازادۍ جبهې ځینې بریدونه له کلیوالو څخه ښاري سیمو ته پراخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو په اړه دا یادونه هم شوې، چې د بریدونو زیاتې ادعاوې یې بې اساسه دي او د طالبانو په ننګولو نه دي توانیدلي.

طالبانو دغو مواردو ته په خپل غبرګون کې اشاره نه ده کړې.

ګوتریش: د کابل رژیم خلاف د بریدونو زیاتې ادعاوې بې اساسه دي – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. ترلیب جانه لږ نور صبر وکړه، دا د یوې بلې تازه لیکل شوي ډرامې پیل دي. تاسو هم ځان شادي بازي ته چمتو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب