جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه مقام سفر...

کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه مقام سفر او کرزي سره لیدنه

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یو مقام جي پي سنگ په یوه سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی.

 د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکل شوي، چې نوموړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر دی.

سرچینه زیاتوي: په دې کتنه کې سربیره پر دې چی د افغانستان او سیمې اړوند مسایلو په باب د نظر تبادله وشوه، پخواني ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او نیکو اړیکو د یادونې ترڅنگ، د افغانستان له خلکو سره د هند د مرستو او همکاریو مننه وکړه او خاصتاً د تعلیم په برخه کې یې د یاد هیواد د همکاریو د ادامې غوښتونکی شو.

د دغه هندي مقام د سفر په تړاو نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

معلومه نه ده، چې هغه له کومو طالب چارواکو سره لیدلي او د بحث ټکي یې کوم وو؟

هندوستان د طالبانو رژیم سره ښې اړیکې لري، خو کابل کې یې خپل سفارت نه دی پرانیستی.

دغه هېواد تر اوسه په نوې ډېلۍ کې د افغانستان سفارت د طالبانو رژیم ته نه دی سپارلی، خو په هند کې د پرځیدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي تور پورې کړی و، چې د هندوستان حکومت په سفارت کې د طالب دیپلوماتانو منلو ته تر فشار لاندې راوستی و او دا یې په خبره، د سفارت د تړلو یو لامل و.
د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي وو، چې په هند کې د افغانستان سفارت تړل شوی نه دی؛ بلکې سفیر او یو شمېر دیپلوماتانو له نورو هېوادونو د پناه غوښتنه کړې وه او اوس دوی سفارت د افغانستان یو شمېر نورو دیپلوماتانو ته سپارلی، چې خپلې چارې مخته وړي.

1 COMMENT

  1. من اهل سیاست نیستم از سیاست چیزی نمیدانم ولی چشمدیدم از جهامن این است که در دنیا در هیچ مملکت ندیده ام که رئس جمهور متقاعد ویا مطرود به خود حق داده باشدکه در امورات دولتی به این بی شرمی مداخله نماید ویا با سران و یا نما ینده ها ی دولتی دیګر ممالک ملاقات های زسمی و یاغیر رسمی داشته باشد
    درین جا سوال بر میخیزد کاین کرزی کی است ؟
    چکاره است ؟
    این مسو لیت وصلاحبت را کی به جناب محترم داده؟
    آیا کرزی تابعت حکومت بر حال رادار یا خیر ؟
    آ یا حکومت فاقد علم سیاسی است ؟
    البته از این چرا ها هزاران چرای دیګر وسوال دیګر موجود است از حکومت طالبان متمنی ام جلو جناب را بګیر د تا بخاطر این همه کاره استقلالیت شما ها زر سوال نرود
    به امید آرامی وشګو فای افغاننستان عزیز . با احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب