یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeداسې هم شتهیوه جاپاني د دوولس نیم میلیون ډالرو ساعتونه غلا کړل

یوه جاپاني د دوولس نیم میلیون ډالرو ساعتونه غلا کړل

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) په جاپان کې یوه دوکاندار، چې د خلکو قیمتي ساعتونه یې اجاره کول او نورو ته یې په کرایه ورکول، له ساعتونو سره غایب شوی دی.

د «ټوک مېچ» په نوم د پلورنځي خاوند د سږ کال په جنورۍ کې اعلان کړی و چې دوکان بندوي او ساعتونه خپلو اصلي مالکانو ته سپاري خو نه یې ساعتونه وسپارل او نه دی بیا ښکاره شو.

جاپاني رسنیو د دوکان د خاوند نوم تاکازومي کومیناتو ښوولی او ویلي چې نوموړی ۴۲ کلن دی.

ویل شوي چې دغه دوکاندار له ۱۹۰ تنو څخه د څه باندې دوولس نیم میلیون ډالرو په ارزښت ۹۰۰ ساعتونه وړي دي.

د کومیناتو له لوري په تښتول شویو ساعتونو کې یو داسي رولیکس ساعت هم شته چې بیه یې ۶۵۰ زره ینه ده او ویل کېږي چې دا ساعت یې په انلاین معامله کې پلورلی دی.

پولیسو د کومیناتو د نیولو هڅې پیل کړي خو ویل کېږي چې ممکن نوموړی له هیواده وتلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب