Home+نورعلي ځدراڼ له نړیوالو سیالیو سره خدای پاماني وکړه

نورعلي ځدراڼ له نړیوالو سیالیو سره خدای پاماني وکړه

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) د افغانستان د کرکټ لوبغاړي نورعلي ځدراڼ له نړیوال کرکټ لوبو استعفا وکړه.

نورعلي ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له لومړنیو لوبغاړو څخه دی، نن اعلان وکړ چې نور په نړیوالو سیالیو کې نه لوبېږي.

ده دا پرېکړه د افغانستان او آیرلند ترمنځ د نن ورځې د مسابقې تر پیلېدو مخکې اعلان کړه.

په وروستۍ ټیسلوبه کې، چې د آیرلنډ په وړاندې وه، نورعلي ځدراڼ برخه واخیسته او دا یې د خپل نړیوال لوبیز سفر وروستی ټپال و. ده لومړنۍ نړیواله مسابقه هم د آیرلنډ په وړاندې کړې وه. په ۲۰۰۹ م کال د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په چوکاټ کې د ایرلنډ په وړاندې میدان ته وتلی و.

نورعلي ځدراڼ په ۲ ټیسلوبو، ۵۱ یو ورځنیو او ۲۳ شل اوره نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې او ټولټال یې ۲زره منډې کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورد او د ملي تیم لوبغاړو د کرکټ له ځانګړي دود سره سم له نورعلي ځدراڼ سره مخه ښه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...