جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: شخصي موټرو کې دولتي نښې او هارنونه مه کاروئ

کورنیو چارو وزارت: شخصي موټرو کې دولتي نښې او هارنونه مه کاروئ

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولی په شخصي وسایطو کې د دولتي هارنونه، اشارې او نورې دولتي نښې ولګوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د طالبانو د مشرتابه مقام د ۱۵۲ ګڼې فرمان پر بنسټ، د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول کېږي چې په شخصي وسایطو کې د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو له لګولو څخه ډډه وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برخه کې به له سر غړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې یو شمېر خلکو له شخصي موټرو د ورته استفادې له امله نیوکې کړي او په جرمونو کې د کار اخیستو اندېښنه یې په اړه ښودلې ده.

په وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر سیمو د انسان تښتونې په ګډون د ځینو جنایي جرمونو خبرونه ورکړل شوي.

څارونکي باور لري، چې ورته پرېکړې او عملي کول به یې د پېښو په مخنیوي کې  رول ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب