جان روان ځاځی
د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو لوی تالار کې پرانيستل شوه، چې د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو يې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او د چين لومړي وزير لي چيانګ پکې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی..
د چين د حکومت په کاري راپور کې راغلي، چې د چين حکومت په تېر ۲۰۲۳ م کال کې د هېواد په ښارګوټو او علاقه داريو کې ۱۲.۴۴ ميليونه کسان نوي استخدام کړي او په همدې کال کې يې د بېکارۍ منځنی انډول شاوخوا ۵.۲ سلنه ښودلی دی.
راپور وايي، د چين اقتصاد په تېر ۲۰۲۳م کال کې عموماً ښه تمايل ساتلی، د کورني توليد عمومي ارزښت يې له ۱۲۶ ټريليونو اوښتی و، چې د وړم ۲۰۲۲م کال په پرتله يې ۵.۲ سلنه زياتوالی ښودلی او د زياتوالي سرعت يې د نړۍ د نورو عمده اقتصادونو په مقايسه ډېر و.
راپور وايي، تېر کال د چين د اوسېدونکو مصرفي بيې ۰.۲ سلنه لوړوالی موندلی او په نړيوالې ټولنې کې يې د دغه هېواد عايدات او تاديات برابر ښودلي دي.
د چين د حکومت په سږني کاري راپور کې د دغه هېواد د کورني توليد د عمومي ارزښت سږنۍ موخه ۵ سلنه ټاکل شوې ده.
راپور وايي، د چين حکومت به سږ کال د دغه هېواد په ښارګوټو او علاقه داريو کې شاوخوا ۱۲ ميليونه کسان استخدام کړي او د بې روزګارۍ کچه به ۵ اعشاريه ۵ ته راښکته کړي.
د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مدیر جنګ شان جیې رسنيو ته ویلي، چې هېواد يې د سږني اقتصادي پرمختګ د ۵ سلنې موخه تر علمي سنجش او تصدیق وروسته ټاکلې او د څوارلسم پنځه کلن پلان له غوښتنې او د اقتصادي پرمختګ له پټ ځواک سره يې سمون لري او د کوښښونو او هڅو له لارې به یې پوره کوي.
راپور وايي، سږ کال به په چين کې د اوسېدونکو مصرفي بيې شاخص (CPI)شاوخوا ۳ سلنه زیاتوالی وښيي، د خلکو عايدات به يې د اقتصادي پرمختګ سرعت زيات کړي، په نړيواله ټولنه کې به يې د عاديداتو او تادياتو برابري وساتل شي؛ د غلو دانو تولیدي اندازه به یې له ۶۵۰ میلیونو ټنو څخه زیاته وي؛ د هر واحد کورني توليد عمومي ارزښت لپاره د انرژۍ مصرفي اندازه به يې شاوخوا ۲،۵ سلنه کمه او د ایکولوژیکي چاپېریال کیفیت به یې دوامدار ښه والی ومومي.
په راپور کې راغلي، چين به د عصري صنعتي سیسټم جوړولو ته هراړخيزه وده ورکړي، د نوي کيفيت تولیدي ځواکونو پراختیا به ګړندۍ او د نوښت لارښوونکي رول ته به بشپړ رول ورکړي او د ساینسي او تخنیکي نوښتونو پر بنسټ به صنعتي نوښت په خوځښت راولي.
راپور وايي، د چين حکومت به د عصري صنعت بهير ګړندی کړي، د ټول فاکتور تولید موثريت به لوړ وساتي، د پرمختګ نويو خوځنده ځواکونو او نويو تفوقونو ته به دوامداره وده ورکړي او د ټولنې تولیدي ځواکونه به يې نوي پرمختګونه ومومي.
د چين لومړي وزير لي چيانګ کانګرېس ته په کاري راپو کې ويلي، چې هېواد به یې خپلواکې سوله ييزې بهرنۍ تګلارې مخته يوسي او د متقابلو ګټو پر بنسټ به پرانېستې ستراتيژۍ ټينګې کړي، د نړۍ له مساوي او منظم څواړخيزم او د اقتصاد له ټولشموله نړيوال بهير څخه به ملاتړ وکړي، د نوي ډول نړيوالو اړيکو ابادي به پرمخ بوزي، له تسلط او ځورونې سره به مخالفت ته دوام ورکړي او نړیوال انصاف او عدالت به وساتي.
راپور وايي، چين به له نړيوالې ټولنې سره د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه پلي کړي، د انسانانو ګډ ارزښتونه به مروج کړي، د نړيوالې ادارې سيسټم به اصلاح او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته به وده ورکړي.
د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مې نېټې د ډيپلوماتيکو چارو په اړه رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د پيچلي نړيوال چاپېريال پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ هڅوونکی ځواک به وګرځي.
نوموړي ويلي، چين په ۲۰۲۳م کال کې ډيپلوماتيکې چارې پراخې کړي او يو لړ پرمختګونه يې موندلي دي او په خبره يې، د بېلا بېلو بحرانونو او ننګونو د لرې کولو پلان يې وړاندې کړی، د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي او د هېواد د ډيپلوماتيکو تيوريو او کړنو لپاره يې نوې لاره هواره کړې ده.
وانګ يي په يادې خبري ناستې کې امريکا هم مخاطبه کړه
وانګ يي د لوېديځو هېوادونو او په تېره بیا د امريکې له نوم اخيستو پرته ويلي، که کوم هېواد چين بدناموي، نو يوازې ځان ته به زيان ورسوي او که ناسم يې ارزوي، نو فرصتونه به له لاسه ورکړي.
نوموړي ويلي، چين د امريکا په اړه ثابتې او دوامدارې تګلارې لري او له واشنګټنه يې غوښتي، چې په معقول او منطقي ډول د چين پرمختګ ته وګوري او خپلې ژمنې عملي کړي
وانګ يي په يادې خبري ناستې کې له امريکا څلور پوښتنې کړې دي.
نوموړي ويلي، امريکا همېشه يو څه وايي، خو کوي بل څه، نو د لوی هېواد په توګه يې باور چېرې دی؟
د وانګ يي په وينا، امريکا چې کله هم د چين نوم واوري، نو خړپړتيا او پرېشاني احساسوي، نو د لوی هېواد ځاني باور يې چېرې دی؟
د نوموړي په خبره، امريکا يوازې خپلځان سمسور ساتي او د نورو هېوادونو عادي پرمختګ ته هم اجازه نه ورکوي، نو نړيوال منلی حقيقت يې چېرې دی؟
وانګ يي په څلورمې پوښتنې کې ويلي، چې امريکا په خپلسر د ارزښتونو د ځنځير مخکښه برخه احصاروي، خو چين يې په ټيټه برخه کې ساتل غواړي، نو عادلانه سيالي يې چېرې ده؟
د چين او امريکې پر ډيپلوماتيکو اړيکو څلور لسیزې اوښتي، خو هر وخت له لوړو ژورو تېرې شوې دي.
د چين يادو څرګندونو ته تر دې مهاله امريکې کوم غبرګون نه دی ښودلی.