جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغانستان له آیرلنډه لومړۍ یو ورځینۍ سیالي په ۳۵ منډو وګټله

افغانستان له آیرلنډه لومړۍ یو ورځینۍ سیالي په ۳۵ منډو وګټله

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن (پنجشنبې) آیرلنډ ته په (۳۵ منډو) ماته ورکړه.

دا پر سریلانکا او آیرلنډ له څو پر له پسې ماتو وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ بریا ده.

د افغانستان پرانیستګرو لوبغاړو ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګوربز بیټنګ ښه پیل کړ. د رحمان الله ګوربز ۱۲۱او د ابراهیم ځدراڼ ۶۰ منډو نورو افغان لوبغاړو توپ وهونکو ته لار هواره کړه چې په ډاډه زړه توپ وهنه وکړي.

ورپسې عظمت الله عمرزي ۹، محمد نبي ۴۰ او حشمت الله شهیدي ۵۰ (ناسځېدلې) منډې وکړې.

  افغانستان په دې لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه کې سیالې لوبډلې ته ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.

په باولینک یا توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ښه وځلېد. ده د ایرلنډ ۴ تکړه لوبغاړي وسوځول.

خو د آیرلنډ لپاره هري ټیکتور بې ساري بېټنګ وکړ.

افغان لوبغاړو په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو ۳۱۰ منډې وکړې. نبي هم د تل په شان ښه لوبه وکړه. په ۲۷ توپونو یې ۴۰ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب