دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ښځو نړیواله ورځ / ګلالۍ مومند

د ښځو نړیواله ورځ / ګلالۍ مومند

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر د غړې اغلې ګلالۍ مومند پیغام:

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ډېرو هیوادونو کې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې لمانځل کېږي. په دغو غونډو کې د ښځو ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او سیاسي بریاوو او لاسته راوړنو یادونه کېږي او د برابرۍ لپاره د هغوی مبارزې ته انعکاس ورکول کیږي. همدارنګه د شته ستونزو د ایسته کولو په لارو چارو خبرې کېږي. په دې اساس د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځل حتا که په سمبولیک شکل هم وي، ډیر اهمیت لري.

دا ورځ یو ښه فرصت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له هغو ښځو سره پیوستون ښکاره کړو چې د برابرو حقونو او فرصتونو لپاره مبارزه کوي. د نورو ښځو او ولسونو له مبارزې خبرېدل، د ملاټر د روحیې ترڅنګ د کار روحیه هم خپروي. د پرمختللیو هېوادونو د عدالت او مساواتو لپاره د مبارزې کیسې د ښځو د پوهاوي او د سویې له لوړولو سره مرسته کوي.

له بده مرغه په افغانستان کې نجونې او ښځې په تیرو وختونو کې هم له محرومیتونو سره مخامخ وې  خو اوس حتا د زده کړو، کار، بې له محرمه د کور نه د وتلو او حتا د تګ راتګ اجازه هم نه لري. زما لپاره ډېره په عذابونکې ده چې وینم ښکلی افغانستان د ښځو لپاره په یو زندان بدل شوی دی.

زه په یو پرمختللي اروپایي هیواد کې ژوند کوم په داسې یو هېواد کې چې نر او ښځه یې له خپلو انساني حقونو برخمن دي او د ښځو حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. دلته هره ورځ د ښځو ده او خلک اصلا دا اړتیا نه احساسوي چې د مارچ د اتمې  یادونه وکړي. دلته په هالنډ کې د مارچ اتمې ته د تاریخ د یوې پاڼې په توګه کتل کېږي چې ښایي کله به یې په ښوونځي کې لوستې وي. د یادولو او لمانځلو اړتیا یې نه احساسوي. حال دا چې افغان نجونو او مېرمنو ته ډیره اوږده او له کړاونو ډکه مبارزه په مخ پرته ده. خو پوره باور لرم چې د هغوی مبارزه به بریا ته ورسیږي او هغه وخت به ډیر زر راورسېږي چې افغان میرمنې هم د خوندیتوب احساس وکړي، دوی به خپل غږ او خپله خوښه ولري او خپل ارمان ته به ورسېږي. د پرمختللیو هېوادونو تاریخ راته وايي چې که اتحاد، ګډ کار او مبارزه وي یوه ورځ نه یوه ورځ به عدالت او خپلو حقونو ته ورسېږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب