یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهګوتریش: د کابل رژیم خلاف د بریدونو زیاتې ادعاوې بې اساسه دي

ګوتریش: د کابل رژیم خلاف د بریدونو زیاتې ادعاوې بې اساسه دي

تاند (چهار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم خلاف د وسله والو بریدونو زیاتې ادعاوې بې اساسه دي.

نوموړي په دې راپور کې یوازې د ۲۰۲۳ له نومبر میاشتې څخه د طالبانو پر ضد د ازادۍ جبهې د ۲۴ بریدونو تایید کړی.

له دې سره هغه نه دي ویلي، چې دغه بریدونو کې څومره ځاني زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم ویلي، چې د ازادۍ جبهې غلچکي بریدونه او هدفي وژنې له کلیو څخه ښارونو ته غځیدلي، خو په ټوله کې د طالبانو خلاف د دوی د وسله والو مخالفو ډلو فعالیتونه ننګونکي نه دي.

د ګوتریش په وینا، په دې تړاو د بېلابېلو ډلو زیاتې ادعاوې تر ډېره تر ټولنیزو رسنیو پورې محدودې دي او د تایید وړ نه دي.

د طالبانو د بلې وسله والې مخالفې ډلې مقاومت جبهې په اړه ویل شوي، چې پروان کې یې ځینې فعالیتونه شوي، خو په پنجشېر کې یې د فعالیتونو بشپړ مخنیوی شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې د شرعي حدودو د تطبیق په نوم د طالبانو لخوا د خلکو مجازات او دغه راز د خپلو منتقدانو نیول او شکنجه کول هم غندلي او د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

سرمنشي په افغانستان کې د یوناما ادارې فعالیتونه ستایلي او خوښي یې ورڅخه ښودلې ده.

یاد شوی راپور داسې مهال نن خپور شوی، چې ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا د افغانستان په اړه غونډه ولري.

په دې اړه دا لېنکونه کېکاږلي شئ:

د افغانستان په اړه د امنیت شورا نننۍ غونډه؛ مهم بحثونه به یې څه وي؟ – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب