جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهکابل کې د روسیې د سفارت دروازې سره بم کشف شوی

کابل کې د روسیې د سفارت دروازې سره بم کشف شوی

تاند (چهار شنبه، د حوت ۱۶ مه) په روسیه کې د افغانستان د څېړنیزو مطالعاتو موسسې ريیس اندري سرینکو وايي چې په کابل کې د روسیې د سفارت په دروازه کې بم کشف شوی دی.

سرینکو وویل، د روسیې د سفارت چارواکو د بم له کشف کېدو وروسته د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره تماس نیولی او بم یې شنډ کړی دی.

د روسیې سفارت دا دسیسه د داعش کار بولي.

د سفارت مخ ته د بم له کشف کېدو وروسته په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره تماس سره کتلي دي.

ویل شوي، چې د یادې لیدنې اصلي موضوع کېدای شي همدغه د سفارت دروازې سره د بم کشفیدل وي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په کابل کې د روسیې سفارت د یوه ځانمرګي برید هدف شوی و، چې پکې تر ۲۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرون د روسیې له سفیر سره لیدلي وو.

د دې لیدنې په اړه خبر د دې لېنک له کېکاږلو سره لیدلی شئ:

د روسیې سفیر سره د حقاني لیدنه او د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب