جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روسیې سفیر سره د حقاني لیدنه او د امنیتي همکاریو پر...

د روسیې سفیر سره د حقاني لیدنه او د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار

تاند (سې شنبه، د حوږت ۱۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د حقاني مطبوعاتي دفتر ویلي: په دې ليدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.
سرچینه زیاتوي: دواړو لورو افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت هم خبرې وکړې. 
په دې اړه نور جزییات نه دي وړاندې شوي.
روسیه او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه وخت پر وخت په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتیا اندېښنه ښيي، خو طالب چارواکي دا اندېښنې بې اساسه ګڼي او ټینګار لري، چې د افغانستان له خاورې هیچا ته خطر نه دی پېښ او نه به پېښ شي.

1 COMMENT

  1. امارت اوس د ماسکو تر محوريت لاندې راڅرخي.
    هغه مخکېني يونيم ميليون شهيدان څنګه کړو؟
    دوه ميليونه معيوبو سره څه وکړو؟
    ايا هغه جهاد وبولو يا نه؟
    رباني، مسعود او فهيم خو روسان معاف کړي وو او ويلي وو چې روسيه د شوروي اتحاد وارثه نه ده، نو هغه جنايت چې شوي دي هغه د شوروي اتحاد په وخت کې شوي او روسيه اوس د هغې برخه نه ده، نو له غرامت يې خلاص کړل. اوس امارت څه کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب