جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت د صنعت کارانو د تعرفو کمولو خبر ورکړ

مالیې وزارت د صنعت کارانو د تعرفو کمولو خبر ورکړ

تاند (سې شنبه، د حوږت ۱۵ مه)  د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مالیې وزارت، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د صنعت کارانو د ملاتړ لپاره یې ځینې پرېکړې کړې دي.

دغه وزارت خپلې تازه پرېکړې په دې ډول یادې کړې دي:

۱. پخـوا د صنعتـي فابريکـو د واردوونـکـو خـامـو تـوکـو نوعیـت تـه پـه کـتـو، له (٪۱) څـخـه تر (٪۲.۵) پورې ګمرکي تعرفه اخيستل کېـده؛ خو د نوې پرېکړې لـه مخې بـه لـه دې وروسته، د صنعتي فابريكو اړوند ټولو او هـر ډول خامـو واردوونکو توکو څـخـه يـوازې (٪۱) ګمرکي تعرفه اخيستل کېږي.

۲. د صنعتي فابريکـو د حمايـوي تعرفـې زمـانـي معيـاد چې پخوا يـوه ربـع (درې مياشتـې) او يـا هـم دوه ربعـې وو؛ يـو کال ته زيات شو.

۳. د اوسنۍ واکمنۍ له بيـا واکمنېدو څخه تـر اوسـه پـورې د صنعتـي فابريکـو د حمايـوي تعرفـې پـه برخه کې ټولې پخوانۍ ګمرکي باقیدارۍ معاف شوې.”

دا په داسې حال کې ده، چې د بېلابېلو ولایتونو صنعت کاران او ان عادي کاروباریان له طالب رژیم څخه د ملا ماتوونکو مالیو او ټېکسونو د اخیستو شکایت لري.

طالب چارواکو بیا په دې اړه ادعاوې رد کړي او ویلي، چې د امنیت له تامین او فساد ورکولو سره یې کاروباریانو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب