جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان ارکستر ګروپ بالآخره د برېتانیا ویزې ترلاسه او هلته به کنسرتونه...

افغان ارکستر ګروپ بالآخره د برېتانیا ویزې ترلاسه او هلته به کنسرتونه ورکړي

تاند (چهار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت له هغو اعتراضونو وروسته، چې د افغان ځوانانو د ارکستر د غړو لپاره د ويزې د رد لپاره ورباندې شوي؛ دغه هنري ګروپ ته د ویزو ورکړه ومنله.

د دغه ګروپ مشر ناصر سرمست ویلي، چې د افغانستان د ځوانانو آرکسټر د پخواني پلان له مخې خپل سفر پیل کړي او د پنجشنبې په ماښام به لومړی کنسرت د سوتبینک هنري مرکز د ملکې الیزابیت په تالار کې ترسره کړي،

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغان هنرمندان به همدا شان د پلان له مخې راتلونکي کنسرتونه په ټاکلو ورځو او وختونو کې، د مانچسټر، برمنګهم او لیورپول په ښارونو کې هم ترسره کړي.

د ډاکتر احمد سرمست په مشرۍ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت په اړوند ارکستر کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ نجونې او هلکان شامل دي چې اوس په پرتګال کې اوسي. دوی په ۲۰۲۱ م کال د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستانه وایستل شول او په دې موده کې یې په بیلابیلو هیوادونو کې کنسرتونه اجرا کړي چې له تود هرکلي سره مخامخ شوي دي.

په دې اړه دا لېنک هم کتلی شئ:

بریتانیا د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت غړیو ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. انگریزانو له خپلی توبی څخه توبه وایسته او حرامه موسیقی ئی بیرته حلاله اعلان کړه البته معلومه نه ده چی مُریدان به ئی هم د خپل مُرشد پیروی وکړی که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب