یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهبریتانیا د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت غړیو ته د وېزې...

بریتانیا د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت غړیو ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۳مه) د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د موسیقۍ د جلاوطنه ارکستر ۴۷غړیو ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده.

بریتانیايي رسنیو نن (دوشنبه) راپور ورکړ چې د افغانستان د موسیقۍ د ارکستر غړیو، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستانه مهاجر شوي، غوښتل چې د مارچ په ۷ مه د لندن په کوین الیزابت هال کې کنسرت اجرا کړي خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت هغوی ته د وېزې له ورکولو انکار کړی دی.

د ډاکتر احمد سرمست په مشرۍ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت په اړوند ارکستر کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ نجونې او هلکان شامل دي چې اوس په پرتګال کې اوسي. دوی په ۲۰۲۱ م کال د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستانه وایستل شول او په دې موده کې یې په بیلابیلو هیوادونو کې کنسرتونه اجرا کړي چې له تود هرکلي سره مخامخ شوي دي.

د سنډې ټایمز د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې دا ارکستر پر لندن سربېره د بریتانیا په لیورپول، برمنګم او مانچستر کې هم کنسرت ورکړي.

ډاکتر سرمست ویلي، د ارکستر غړیو یې په بریتانیا کې د کنسرتونو د اجرا کولو لپاره څو میاشتې تمرینونه کړي خو په دې مایوسه شوی چې بریتانیا دوی ته د ویزې له ورکولو ډډه کړې ده.

1 COMMENT

  1. د ښاغلی سرمست او د ارکستر د غړو تر غوږو ئی شاید دا خبر نه ۇ رسیدلی چی د انګریز په هیواد کی د موسیقی ږغیده او غږیده حرام او ممنوع دی لکه څنګه چی د انګریز د عنعنوی مُریدانو( طالبانو) د حاکمیت په لمنه کی موسیقی حرامه او ممنوع ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب