سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+«عقل سلیم در بدن سالم می باشد»

«عقل سلیم در بدن سالم می باشد»

متقاعد جنرال دولت وزیري

ژوند ټول له ستونزو سره ملګری دی. کښیناستل، ګرځیدل، ولاړیدل، ویده کیدل، ډوډۍ خوړل، کار کول، ورزش ته تلل، ټوکې ټکالی کول، جګړې کول، د حق غوښتل، درس ویل، کورنۍ جوړول، د ملګرو د زړه ساتل او د دې په څیر نورې د ژوند کړنې ټولې ستونزې او تر سره کول يې هم ستونزمن دي.

د دې لپاره چې د دې ټولو ستونزو د درانه پيټي څخه په اسانه او سمه توګه ځان وژغورلای شو، ښه لاره او چاره يې روغ او سالم بدن دی. که د انسان بدن سالم او روغ وي، ښه فکر کولای شي او تل حقایقو ته په اسانه رسېدلای شي. د جګړې مخه نیولای شي، په اسانه او ښه توګه کار کولای شي. ذهن يې غښتلی وي او په هره ستونزمنه پیښه يې ژر سر خلاص او د حل لاره او چاره ورته موندلی شي.

رنځور او کمزوری بدن د حقایقو په پیدا کولو کې حوصله له لاسه ورکوي او له ستونزو سره مقابله نه شي کولای. خپله سمه لاره غلطوي او حقایقو ته په اسانه نه رسيږي.
نو ځکه وايي:

«ښه او غښتلی روح په سالم بدن کې وي»

د غلطو او هوايې سوچونو څخه پرهیز کول د سالم بدن او غښتلي روح او فکر ضمانت ورکوي. غلط تصور، ناسم فکرونه او پوچ خیالونه روح کمزوری کوي او انسان له سمې لارې بې لارې کوي.

ځکه وايي
په تصور کې مې ځان باچا کړ
چې سر مې پورته کړ ملنګ د دنيا ومه

ژوند په حرکت کې دی. بې حرکته اجسامو ته اصلا ژوندي اجسام نه شو ویلای.د دې لپاره چې انسان سالم او روغ بدن ولري، اړینه ده چې کار وکړي تر څنګ ورزش ته هم وخت ورکړي. څومره چې وجود متحرک وي په همغه اندازه بدن غښتلی او له ستونزو سره د مقابلي توان ډیر لري.

سمه ده چې ژوند په خوړلو او څښلو ولاړ دی، خو په دې کې هم اعتدال ډیر اړین او اسراف پکې ناروا عمل دی..
وايې
«لږ خوره تل خوره، ډیر خوره ګنډیر خوره»
او یا د اسلام د سپیڅلي باور له مخې:
«وخوره او وڅښه خو اسراف پکې مه کوه»

د معنويت غښلتیا هم د وجود د غښتلتیا سره. مرسته کوي. ځکه انسان د مهموالي فکرکوي، په ټولنه کې قدر پیدا کوي او خلک ورته په ښه نظر ګوري. که انسان
په خدای عقیده ولري، د ستونزو په مقابل کې صبر او تحمل ولري، ټول حرکات او کردار يې د یوه ښه انسان وي، له غلا، رشوت، غصب او دروغو ویلو څخه پرهیز وکړي او تل رښتیا ویل او پاک ژوند د لارې مل وګرځوي، په ژوند کې سپیڅلتوب خپل سلوک وګرځوي، او په خپلو پنځو حواسو بشپړ واک وچلوي او هر کار له ژور فکر او د وجدان د قانون له مخې تر سره کړي، نه یواځې چې سمه لاره به يې نیولې وي بلکې بدن او فکر به يې هم سالم وي.

ځکه وايي
«عقل سلیم در بدن سالم می باشد»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب