Homeخبرونهد محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو چاپه او غبرګونونه

د محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو چاپه او غبرګونونه

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان د ملي جرګې غړیو د محمود خان اڅکزي پر کور چاپه وغندله او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو له صدراعظم شهباز شریف او د بلوچستان له اعلي وزیر سرفراز بوګټي څخه وغوښتل چې په دې اړه دې تحقیقات وشي او د عواملو خلاف دې اقدام وشي.

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند ویلي چې تېره شپه (یکشنبه) د محمود خان پر کور چاپه وهل شوې ده.
تحریک انصاف ګوند ویلي چې محمود خان اڅکزی به د پاکستان د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید کړي.

د یاد شوي ګوند یوه مخکښ غړي عبدالرحیم زیارتوال دغه چاپه په پارلمان کې د اڅکزي له وروستیو څرګندونو سره تړلې بولي.

اڅکزي د پاکستان د نوي پارلمان په پرانیستغونده کې په ضمني ډول د تحریک انصاف ګوند د مشر ملاتړ وکړ او د هغه خلاف یې د پوځ او حکومت کړنې نقد کړې.

محمود خان اڅکزی د تحریک انصاف ګوند له اړخه د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته هم نوماند دی.

په دې اړه نور دلته ولولئ:

محمود خان له ملا فضل الرحمان څخه د پاکستان د ولسمشر کېدو لپاره مرسته غوښتې – تاند (taand.net)

دغه پښتون سیاستوال تر هغې وروسته، چې ولسمشرۍ ته د تحریک انصاف ګوند له لوري نوماند شو، په بلوچستان کې یې پر کور پاکستاني ځواکونو چاپه واچوله او د ګوند د سرچینو له مخې یې، د نوموړي یو ساتونکی یې ورسره یوړه .

ویل شوي، چې د چاپې پر وخت خپله اڅکزی په کور کې نه و.

پاکستاني حکومت د خپلې چاپې په اړه توضیحات ورکړي او اڅکزی یې د ځمکې په غصب تورن کړی.

ځایي چارواکو ادعا کړې، چې د چاپې پر مهال یې ځواکونو غصب شوې ځمکه له اڅکزي څخه بېرته را ګرځولې ده.

په دې اړه دلته لوستلی شئ:

د محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو چاپه او د ځمکو په غصب یې تورنول – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...