Homeخبرونهسرپل کې ساړه او چت پرېوتل؛ ۵ تنه یې مړه کړي

سرپل کې ساړه او چت پرېوتل؛ ۵ تنه یې مړه کړي

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو په دوام، له سرپل ولایت څخه راپورونه وایي چې پنځه تنه د سړې هوا او د کوټې د چت لوېدو له امله مړه شوي دي.

د سرپل لپاره د طالبانو د رژیم د والي ویاند حبیب‌الله مسرور ویلي چې د دغه ولایت په البدر ولسوالۍ کې دوه ښځې او دوه ماشومان د سړې هوا او روغتیايي مرکز ته په وخت د نه‌رسېدو له امله مړه شوي او یو تن بل د کوهستانات ولسوالۍ په ده سرخ کلي کې هغه مهال  مړ شوی چې د کوټې چت راولوېد.

د ښاغلي مسرور د څرګندونو پر بنسټ، په سانچارک لسوالۍ کې هم د دوو نورو کورونو چتونه هم لوېدلي دي.

تر دې مخکې په کونړ او هلمند ولایتونو کې هم د چتونو د لوېدو له امله د یو شمېر کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و.

د طبیعي پېښو په چارو کې د طالبانو وزارت پرون د وروستیو ورښتونو د اړوندو پېښوله امله د ۳۹ تنو د مړینې خبر ورکړ.

وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي ځکه چې د ګڼو سیمو لارې بندې دي او ډېر خلک د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه شریکوي.

د  هوا پېژندنې ادارې د نورو ورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.

د ټولګټو وزارت پرون وویل چې د سالنګ په ګډون د یو شمېر ولایتونو لارې د واورو د اورېدو له کبله بندې دي.

دغه وزارت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې لا هم په سالنګونو کې واوره اوري خو هڅه روانه ده چې بندې شوې لارې بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د سالنګ لار له تېرو ۴ ورځو راهیسي د درنې واورې د اورېدو، توپان او د لیدل کېدونکې ساحې د محدودیت له کبله بنده.

ده همداراز ویلي چې په یاده موده کې ۴۵۲ کورونه نړېدلي او لږترلږه ۵ زره ۲۵۳ څاروي مړه شوي دي.

په همدې حال کې د ټولګټو وزارت وايي چې په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه یو نیم متر خو د تونل په برخه کې ۳ مترو ته رسیږي.

تراوسه پورې په سالنګونو کې ۲۵ ځلې واوره ښوییدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...